د حضرت ابو بکر الصدیق رضي الله عنه سیرت (پنځمه برخه)

لیک او ترتیب: حبل الله المتین

ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) چې کله له ابوجهل څخه رخصت شو، نو په خپله سپرلۍ تېز د خپل کور خوا ته روان شو. د مکې مکرمې ماشومانو مخ ته ترې منډې وهلې تر څو وړوکې عائشه (رضي الله عنها) او پېغله اسماء (رضي الله عنها) د خپل  پلار جان په راتگ خبرې کړې. ھغوی دواړې چې کله د خپل پلار په راتګ خبرې شوې، نو له خوشحالۍ په خپلو جامو کې نه ځایېدلې او د خپل پلار استقبال ته راووتلې.

په دې وخت کې ابوبکر (رضي الله عنه) راورسېد، خپلې دواړہ لوڼې یې ښکل کړې او دننه کور ته ولاړ.

اسماء (رضي الله عنها) د سپرلۍ مهار ونیو، سامان یې ترې راکښته کړ او کوچنۍ عائشې (رضي الله عنها) چیغې کړې: بابا بابا! ته ته خبر یې؟

ابوبکر (رضي الله عنه): له څه لور جانې؟

عائشه (رضي الله عنها): ھغه ستا ملگری یادوم! ھغه امین (یعني امانتدار او رښتینی) یادوم.

ابوبکر (رضي الله عنه): ھو لور جانې، زہ خبر یم.

عائشې (رضی الله عنها) وویل: ښه نو ته چا خبر کړې؟

ابوبکر (رضي الله عنه) وویل: ھغه ابوجهل لعنتي خبر کړم.

په دې وخت کې د ابوبکر (رضي الله عنه) مېرمن (أم رومان رضي الله عنها) راغله او له خپل خاوند ابوبکر (رضي الله عنه) سره یې ستړی مه شي ورکړل.

ابوبکر (رضی الله عنه) سمدستي د خپلو والدینو خوا ته ولاړ. د هغه پلار هم نابینا (ړوند) ؤ. له خپل پلار او مور سرہ یې ستړې مه شي وکړل.

ابوبکر (رضي الله عنه) اسماء (رضي الله عنها) ته غږ کړ: اسماء لورې! ما ته پاکې جامې او اوبه ژر تیارې کړہ چې ولامبم، چېرته روان یم بیړہ (تلوار) مې ده.

اسماء (رضي الله عنها): ښه پلارہ، دا دی اوس یې راوړم، لږ صبر وکړه.

أم رومان (رضي الله عنها) خپل خاوند ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) ته وویل: ولې خیر خو دی؟ اوس لږ مخکې له اوږده سفره راستون شوې، لږ دمه وکړه، څه وخورہ بیا به ولاړ شې.

ابوبکر (رضي الله عنه): نه، نه زہ خوراک نه کوم، بیړہ (تلوار) مې ده، کومه خبرہ نشته، ھغه د بني ھاشم اولادې ته ورځم چې مین (محمد ﷺ) وگورم، اندېښنه مې دہ ورته.

په دې وخت کې اسماء (رضي الله عنها) اوبه او جامې راوړې. ابوبکر  (رضي الله عنه) غسل وکړ. له خپل کورہ په تلوار سرہ ووت او د رسول الله ﷺ کور ته ورغلی. د رسول ﷺ د کور مخ کې یوې خوا ته ودرېد او غږ یې کړ: ای د بنو ھاشم اولاده! محمد ﷺ کور کې شته؟

رسول الله ﷺ چې ډیر خپه او پریشانه ؤ، په خپل کور کې ناست ؤ، دا ځکه چې د خپل کور یوازې له څو تنو غړو ماسوا نور هیچا دده ﷺ دعوت نه و منلی.

د ابوبکر (رضي الله عنه) د غږ په اورېدو یې مخ د گلاب په څېر وغوړید. خپل غلام زید (رضي الله عنه) ته یې وویل: ما ته د عتیق یعني ابوبکر (رضي الله عنه) غږ ښکاري، ورشه که ابوبکر (رضي الله عنه) وي، ژر یې دننه راوله.

زید (رضي الله عنه) چې کله ابوبکر (رضي الله عنه) دننه راوست او رسول الله ﷺ د ھغه نوراني مخ  موسکی ولید، خوشحالي یې نورہ ھم زیاته شوہ او ستړې مه شي یې ورسرہ وکړل.

ابوبکر (رضي الله عنه) رسولﷺ ته مخامخ کېناست او ویې ویل: ته تر ټولو لومړی د خپل بعثت کېسه راته وکړه، زما ډېره تلوسه ورته ده.

رسول اللهﷺ ورته خپله کیسه داسې وکړه: زه بـــه له خلكو پټ (جبل النور) ته تلم او هلته مې په غار حراء کې عبادت كاوه. مګر دا ځل چې مې عبادت شروع كړ، يوه ملائكه راغله او ما ته يې وويل: ته اللهﷻ خپـــل امـــت تـــه پیغمبر را لېږلى يې، ورشه هغوی توحيد ته راوبوله او ما ته يې وويل: ولوله. ما ورته وويل: زه خو لوستل نشم كولاى. هغې فرښتې زه په غيږ كې ونيولم او بيا یې راته وويل: ولوله. دا ځل يې راته ســــورة العلق تلاوت كړ. ما هم ولوست. بيا هغه راڅخه ولاړه. زه كور ته راغلم. ډېر وېرېدلی وم. خديجې (رضي الله عنها) ته مې وويل: پټ مې كړه، يخ مې كيږي او دغه کیسه مې ورته وكړه.هغې ما ته تسلي راكـړه او پخپله ورقه بـــن نوفـل تـــه ورغلـــه، هغـــه يـــې تـره و، پوښـــتنه یې ترې کړې وه. هغـــه ورتـــه ويلـــي ؤ: دا هـــمهغـه نــــاموس يــــا ملائكــــه ده چــــې نــــورو انبيــــاوو تــــه ورتللــــه. ورقه بن نوفل ورتــــه ويلــــي و چــــې ســــتا خاونــــد پیغمبر شــــوى دى، كاشکې زما توان کېدلای چې كومک مې ورسره كړى واى.

ابـــــوبكر (رضـــــي الله عنـــــه) فرمـــــايي: كلـــــه چـــــې مـــــې دغـــــه خبـــــرې واوريـــــدلې، سمدســـــتي مـــــې د شـــــهادت كلمـــــه وويلــــه او ور پورتــــه شــــوم د ده مبــــارك مــــخ (تنــــدى) اوســــترگې مــــې ښــــكل كــــړې او كلک مــــې په غيــــږ كــــې ونيو. بيــــا مــــې په لاس ورســــره د كلكــــې همكــــارۍ بيعــــت وكــــړ او لــــه دې وروســــته مــــا خپــــل خــــوب او د شــــامي راهــــب تعبير ورته ووایه چى ډير زيات ور باندې خوشحاله شو.

له دې وروسته رسول الله ﷺ  په ښكاره په بيت الله شريف كې د لمونځ كولو اراده وكړه.

د ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) بهادري

عمـــــر بن العـــــاص رضـــــي الله عنـــــه فرمـــــايي: مـــــا د ابـــــوبكر (ضـــــي الله عنـــــه) بهـــــادري او همـــــت هغـــــه وخـــــت وليــــد چــــې رســــول الله صــــلى الله عليــــه وســــلم په بيــــت الله شــــريف كــــې پــــه لمــــانځه ودرېد او د مشــــركينو سر ســــخت مشــــر عقبــــة ابــــن معــــيط راغـلـــى او د رســــول االله صــــلى الله عليــــه وســــلم په غــــاړه مباركــــه كــــې يــــې څــــادر واچوه او ډېر ســـخت یې را كـــش كـــړ. هيچـــا د مشـــركينو لـــه وېـرې همـــت و نـــه شـــو كـــړای چـــې هغه ﷺ تـــرې خـــلاص كـــړي، مګر ابــــوبكر (رضــــي الله عنــــه) پــــه منــــډه ورغـــلـى او د عقبــــة ابــــن معــــيط ګرېوان تــــه يــــې لاس واچاوه، دومــــره ســــخت ټــــکان یې وركــــړ چــــې رســــول الله ﷺ يــــې تــــرې خـلاص كــــړ او مســــلمانانو پــــه خپله بــــېوســــۍ په چغو چغو ژړل. ابوبکر (رضي الله عنه) ويل: ای ظالمانو! محمد ﷺ کومه ګناہ کړې چې تاسې دومرہ ظلم ور باندې کوی؟ دئ خو تاسې له دروغو، دوکې، شرک او ظلم څخه منع کوي، تاسو ژوندۍ بې وسه لوڼې په ځمکه کې ښخوئ له دغه بد کاره مو منع کوي، دئ له تاسو مشري، مال او دولت نه غواړي، ستاسې د (لوڼو) د نکاح کولو په تمه هم نه دی، دی خو تاسو له جهالت څخه روښنایي ته رابولي؛ هغه ﷺ تاسې ته وایي چې یو له بله سره د سلگونو کلونو دښمنۍ او شخړې ختمې کړئ، د بتانو عبادت پریږدئ، ځکه دا بتان  تاسو ته نه خیر او نه شر رسولای شي. له دې وروسته ابوبکر (رضي الله عنه) رسول الله ﷺ کور ته راوست.

عمر ابن العاص رضي الله عنه فرمایي: زما تر ټولو بدہ خاطرہ ھمدا دہ چې ما د رسول الله ﷺ د ژغورلو کوښښ ونشو کړای.

د ابوبکر (رضي الله عنه) د سیرت په را تلونکو برخو کې د بلال (رضي الله عنه) د ازادولو پېښه او نورې په زړہ پورې پېښې راسرہ لوستلای شئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button