Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

کابل کې د ۱۳ ولایتونو تر منځ د وزلوبې پینځم پړاو سیالۍ پیل شوې

عزم(سه شنبه، د مرغومي ۵مه، ۱۴۰۲): د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې او دودیزو لوبو د فدراسیون په همغږۍ د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ د کابل په یکه توت سیمه کې پیل شوې، چې د پیل په مراسمو کې یې د هیواد د ورزش ادارې رهبرۍ، د هیواد لوړپوړو چارواکو، لسګونو مېلمنو او ګڼو تماشه چیانو برخه اخیستې وه.
ددې سیالیو په پیل غونډه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ورزش ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان، د ریاست الوزرا ادري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي راډیو تلویزیون رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا محمدفاضل، لیکوال او شنونکی انجینیر نظرمحمد مطمین، د وزلوبې فدراسیون مسوولینو، د ورزش ولایتي مسوولینو، د بېلابېلو ادارو غړو او د وزلوبې ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وزلوبې د دې پړاو له ترسره کولو خوښي وښوده او وړاندې یې وویل: ((اسلامي امارت هوډ لري چې په هیواد کې د ورزش سربېره ټول ملي او عنعنوي دودونو ته وده ورکړي. اسلامي امارت له دودیزو ورزشونو ملاتړ کوي او ورزش کولی شي چې ځوانان له نشه یي توکو او نورو ناوړه کړنو راوګرځوي.)) ښاغلي حنفي تمه لرله چې دا سیالۍ د ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شوي او ټولو چاپ اندازنو او پهلوانیانو ته یې د مخکښۍ هیله څرګنده کړه.
د غونډې په لړ کې د هیواد د ورزش ادارې مشر مولوي احمدالله وثیق وویل: (( د وزلوبې پنځم پړاو په داسې حال کې پیلیږي چې هیواد د چټکې ځانبسیاینې پر لور ګامونه اخلي او سرتاسري امنیت دی.)) ده وړاندې زیاته کړه: د هیواد په ګوټ ګوټ کې ورزش د پراختیا او ودې په حال کې دی. همداشان د ورزش اداره نه یوازې د کورنیو سیالیو ملاتړ کوي؛ بلکې په سیمه ییزه او ملي کچه هم ښه ځلېدلي چې غوره بېلګه یې د چین په کوربتوب له سلو د ډېرو لوبغاړو ګډون دی. وثیق څرګندوله چې لوبغاړو یې په ۶۰ نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې چې غوره لاسته راوړنې یې لرلي. احمدالله وثیق ویل چې هڅه کوي په هیواد کې ملي او سنتي لوبې راژوندۍ کړي. نوموړی زیاتوي چې اوسمهال د هیواد په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې د دودیزو او سنتي لوبو لوبډلې لري. وثیق د نړیوالو ورزشي ادارو په اړه ویل: (( موږ په باقده ډول له فیفا او د المپیک له نړیوالو ادارو سره په لیکه یو، دوی مو له افغانستان سره ګډ کار ته رابللي او همدا مو لومړیتوب دی. موږ د المیک او فیفا ورزشي آرونو ته ژمن یو او هیله ښیو چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول مالي لګښت کې زموږ ملا وتړي.)) ده د خپلې وینا په پای کې د ملي راډيو تلویزیون له رهبرۍ مننه وکړه چې ددې سیالیو ژوندی پوښښ یې ومانه.
د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ به د ( بامیانو، میدان وردگ، پنجشیر، لوگر، بلخ، سمنگان، سرپل، لوگر، بدخشان، کندهار، کندز، تخار او خوست) ولایتونو د زلمیو، ځوانانو او لویو چاپ اندازانو ترمنځ ترسره شي.
دا سیالۍ چې موخه یې د دودیزو او سنتي سیالیو وده ده، هر کال د وزلوبې او نېره وهونې تر نامه لاندې ترسره کیږي، چې سږکال یې پینځم پړاو دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button