انډېپېنډېنټ: پاکستان له افغان حکومته د خپلو زنداني اتباعو خلاصون غواړوي

عزم (چهارشنبه، ۸سلواغه ۱۳۹۹): انګلستانۍ انډیپينډېنټ ورځپاڼې د فارسي ژبې په ګڼه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې موضوع ته پام اړولی.
خپرونې لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان سیال نه غوښتي څو په افغانستان کې د پاکستان زنداني اتباع ازاد کړي.
د ورځپاڼې په باور محمود قریشي له حنیف اتمر سره په تیلیفوني اړیکه کې هیله څرګنده کړې چې: «د پاکستان هغه وګړي چې ترسره شوي جرمونه یې خفیف دي، د افغان ولسمشر د بښنې فرمان له مخې خوشې شي».
دا په داسې حال ک ېده چې تېر کال نومبر میاشت کې کابل ته د عمران خان له سفر نه یوه ورځ وړاندې افغان حکومت په افغانستان کې د بندي پاکستانیانو د خوشې کېدو فرمان جاري کړ، چې پاکستان یې د پوره عملي کېدلو غوښتنه کوي.
که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان په زندانونو کې د کومو جرمونو په تړاو او څومره پاکستانیان زنداني دي؛ خو پاکستان یې د خلاصون ټینګه غوښتنه کوي او وايي، چې باید د بندیانو د تبادلې تړون ته متقابل احترام وشي.