Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د ا.ا د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منير څرګندونو ته غبرګون ښودلی

عزم: (شنبې، د سلواغې ۷ مه، ۱۴۰۲) ‏د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز فصيح الدین فطرت له قوله لیکلي، چې پاکستان د خپلو ناکامیو او تېروتنو پړه پر نورو اچوي.

ښاغلي فطرت ویلي: « پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د وګړو امنیت په تامین کې پاتې راغلي؛ نو د ځکه د خپلو ناکامیو پړه پر نورو اچوي.»

‏د ا.ا د پوځ لوی درستیز دغه راز ټینګار کړی چې د منیر وروستۍ څرګندونې د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی.

‏هغه د پاکستان له خلکو غوښتي، د خپلو چارواکو د داسې مغرضانه څرګندونو پر وړاندې چې د‌ دوو مسلمانو هېوادنو تر منځ د نفاق سبب ګرځي، ودرېږي.

‏ښاغلي فطرت داسې مهال دا څرکندونې کوي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز تازه ویلي وو: «د یو پاکستاني ژوند له ټول افغانستان با ارزښته دی او افغانستان زمونږ ابدي دښمن دی.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button