Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو خبرداری ورکړل شوی

عزم: (شنبې، د سلواغې ۷ مه، ۱۴۰۲) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو په ځینو سیمو کې د نسبتا تیزو بارانونو او واورې له امله د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې نن (شنبې د سلواغې ۷مه) خپره کړې ویلي چې د واورو ویلې کیدو او بارانونو اوبو له امله د اوبو د کچې د زیاتوالي دغه اټکل د کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سیندونو او سیلبرونو په سیمو کې شتون لري.

دغه اداره د یادو سیمو په اوږدو کې له اوسیدونکو هیوادوالو ته خبرداری ورکوي، چې احتمالا د اوبو د سحطې له لوړیدو څخه خبر اوسي او د خپل ځان او مالونو د خوندیتوب لپاره لومړني اقدامات وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button