Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

بدخشان کې د نسکورې شوې روسۍ الوتکې ژغورل شوي پیلوټ د عام افغانانو ستاینه وکړه

عزم: (شنبې، د سلواغې ۷ مه، ۱۴۰۲)؛ په بدخشان ولایت کې د نسکورې شوې روسۍ الوتکې ژغورل شوي پیلوټ د عامو افغانانو ستاینه وکړه چې له دوی سره یې مرسته کړې ده.
روسي پیلوټ دیمیتري بلیکوف پرون (جمعه د جنوري ۲۶ مه) په مسکو کې خبرې غونډې ته ويلي: “تاسو ښایي د افغانانو په خوی بلد یاست چې دوی مرستې ته راغلل او له موږ سره یې همکاري وکړه.”

روسیي ‘فالکن لس’ الوتکه چې د پيلوټانو په شمول شپږ تنه په‌کې سپاره وو د جنوري په شلمه د بدخشان په فضا کې ورکه شوه او بیا د یکشنبې په ورځ د بدخشان په کوف اب غرنۍ سیمه کې وموندل شوه، په دې پېښه کې دوه پيلوټان او دوه تنه نور ژوندي پاتې شول.
پیلوټ بلیکوف وویل چې د یخې هوا له امله ماشین ته د تېلو په لېږدېدو کې ستونزه پيدا شوه چې له امله یې الوتکه نسکوره شوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button