Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

کابل به دوشنبه د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز تماس ډلې د لومړۍ غونډې کوربه‌ وي

عزم: (شنبې، د سلواغې ۷ مه، ۱۴۰۲)؛ د اسلامي امارت چارواکي وايي چې راتلونکې دوشنبې ( د جنوري۲۹، ۲۰۲۴) به کابل د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز تماس ډلې د لومړۍ غونډې کوربه‌توب وکړي. په چین کې د ا.ا سفارت پر خپلې اېکس پاڼې په خپره کړې بیان کې لیکلي چې افغان سفیر مولوي بلال کریمي د هغه هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا د څانګې له مشر سره په کتنه کې د دې غونډې په اړه خبرې اترې کړې دي. په دغه بیان کې راغلي چې ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، ایران او پاکستان ځانګړي استازي برخه واخلي. دغه راز په دې کتنه کې د تماس ډلې د ګډونوالو ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټينګار شوی دی. د یادولو ده، دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته به کابل د سیمې د هېوادونو د استازو کوربه‌ وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button