د اسلامي ادب ګلبڼ دوه شپېتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۰/شعبان/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بیت!
آزادي تـــر بـــادشــاهــیــه لا تـېـری کـــا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
خوشحال خټک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې په ننګ د وطن سر کیږدي قربان شي
ابدي شي، سربلند شي، جاویدان شي
شرر ساپی

د تاریخ په ټنډه نقش و نګار غواړي
انځورګر دې څوک حسان او څوک رحمان شي
استاد فضل ولي ناګار

د خوشحال د تفکر په احاطه کې
هر سپاهي دې د وطن مردِ میدان شي
بهار عیار

د خوشحال دېوان کۀ يو ځل تر آغوش کا
هر سړى به د دې خاورې سخندان شي
مخمور حلاج

په خپل ځان دردېدل محض ژونديتوب دى
چې د بل په درد، دردمند شي نو انسان شي
اکرام الدین مفتون

چې کرلي یې د بام پر سر بابري وي
یوسف ښکلې شي، هغه سیمه کنعان شي
زاهد شاه انګار

زړه چې خاوره شي په مينه بيا ګلدان شي
نو نرګس به خامخا په کې جانان شي
پیر محمد کاروان

زه اودس په خپلو اوښکو ورته وکړم
چې تر غوږ مې ستا د نه راتلو آذان شي
امان الله مستغفر

ديوالونه مې د چغو روان کړي
ور رسيږي، که لږ تم راته اسمان شي
زاهد زېری

کرامت د عشقانو هغه مومي
چې د ذات په رنګینیو کې ودان شي
عبدالرحمن غضري

د بیلتون لمحې کلونه شي ملګرو
د یار څنګ ته فراري رانه زمان شي.
مهاجر فراهي

ستا د عشق جرس به کله په شور راشي؟
چې د حسن د نغمو کاروان روان شي
ثاقب خپلواک

د ایمان په انګازو کې مې ویدۀ کړه
راته وخانده چې روح مې په لړزان شي
منتظر نجرابی

د اعضاؤ حق مې ټول ورته بښلی،
که صوفي زړګی زرخېز ستا په عرفان شي.
راشد جالب

بهیرونه د ښکلاوو دې تازه وي
په ځنګل د نفرتونو دې خزان شي
علامه محمدي

نفرتونه دې شي لار د ګمراهیو
محبت دې رنگ د هر چا د ایمان شي
بهار

ښه مثال د اتحاد او اتفاق دی
تېز بادونه چې یوځای شي نو طوفان شي
همت کوچی

دا وطن دې د رننګونو پیغمبر شي،
په قدم، قدم دې سره او شنه ګلان شي.
راشد کامران

حریت د هر ذي روحه تقاضا ده!
ازادي چې د چا صلب شي بندیوان شي
ملا عبدالسلام ضعیف

آزادۍ که دې وطنه ملتیا وکړه
ښایستونه به دې حسن ته حیران شي
حنیف مظهري

آزادي د زندګۍ لپاره شرط دی
چې خپلواکه زندګي نه وي نیران دی
پوهاند ابراهیم همکار

ازادي وي لکه روح په تن وجود کې
ازادي واړه دردونو ته درمان شي
حسیني مختار

د مسکا له لپو سرې سترګې روان شي
امیدونه په هجران کې اوېزان شي
جهادي عمري

حال او خوف د بې خودۍ چې په چا راشي
څه سرود، سرود انسان وي، بې زبان شي
حافظ سجاد

نابلده ده چي اور او اوبه يو شي
زما زړه او دا ستا جِبر شریکان شي
شفاعت ریحان

خفګان داسې پښې ویستلي له بړستنې
زه چې خوا ته ورنیږدې شمه روان شي
عبدالمجید پل

درد به څه د خپل ارمان سندرې وایي
کومه هیله به غوټۍ کومه درمان شي
اکرام الله امېد

ستا په تګ باندې ولاکه خفه کېږم
خپل سپېڅلی تقدس به مې ارمان شي
کریم سلطاني

یو ځل بیا دې په لمدو جامو کې وینم
یو ځل بیا دې په شیبو، شیبو باران شي
دوست محمد دوست

مينتوب پکې زندۍ، زندۍ ولاړ وي
زما سترګې چې لږ خښې په ګلدان شي
وارث انځور

څه د ورک مسیر په لاره به پیدا شم
که مې بیا جانان رښتیا راته جانان شي
منصور څاروان

هم یې زړۀ دی، هم یې وېره ده پۀ زړۀ کې
لږ را وګوري تر شا، بېرته روان شي
امین وردګ

په محشر به مشرکان هم جنت غواړي
که خبر د رب په فضل او غفران شي
نجیب الله حنیف

پر سیده لار یې کوهی وي راته کښلی
مخ یې پټ وي، چې ور وګورم یاران شي.
وکیل احمد متوکل.

د ژوند لویه ناکامې خو ناپوهي ده
چې د ښۀ او بد تمیز سړي ته ګران شي
نقیب الله حنیف

چې یې مینه وي په وینه کې اخښلې
په ستونزمنو لارو تګ ورته اسان شي
اسدالله بلهار جلالزی

د الفت کلي دې سراسر ودان وي
د نفرت کلي دې غرونه، غرونه وران شي
حفیظ الله هاتف

د فراق لۀ مبارکو لمحو خوند وړه!
د وصال عظیمه ګټه پۀ تاوان شي
جهادي عمري

له پردیس وطنه بیرته ورته راغلم
ماوې نوربه مې ګلشن افغانستان شي
قاري یوسف احمدي

عشق د ستړو مزلونو لویه لار ده
خو خواږه مومي، چې مل د دې کاروان شي
هدایت ازمون

په يوه سپېړه سل مخه خوږېږي
سل مخونه دې سرخرويه په جانان شي
ولي الله غرور

که جانان یو ځل پرې کېږدي قدمونه!
زرغونه به ددې لارو وچ ګلان شي!
شرافت ویاړ

د سپوږمۍ قدر هله وي چې فناه وي
هر یو شی چې بې حجابه شي ارزان شي
شرر ساپی

د احزاب د غزا سوبه یې انځور کړه
که یې نه وایمه زړه مې ترجمان شي
استاد فضل ولي ناګار

د رنځونو له کاروانه سره پايي!
چې د ښکلو په وعدو پسې روان شي
معاویه زیارمل

که غربت یوځل څپېړه پر ژوند درکړه
خپل نږدې یاران به جوړ درته ماران شي
مخبت وردګ

په سرو ټکنده غرمو به لا لهاند یې
سړی خپلو آرمانونو ته حیران شي
کلیم الله ذاکر

د ابد په خوب چې ځان سپارې جانانه!
څۀ به خوند ددې جهان، څۀ به جهان شي
زاهد زېری

ستا د نه راتګ پرده ور په کې وشي
چې اوریځ راشي، ږلۍ شي او باران شي
امان الله مستغفر

ملا بیا د آبادۍ بډې وهلي
کابل جان به مې بیا تخت د سلیمان شي
صفي الله رائد

خدای دې ساته د بد سترګو لۀ نظره
هسې نه چې خپل ښایست پۀ تا تاوان شي
رسان نیازی

ستا پۀ نۀ کتو مې زړه له کاره وزي
سترګې یوځلې راواړه چې ځوان شي
احمد غازي

ستا د حسن اوښکلا په مازدیګر کې
زما زړه د ښکلو پیر شي او اذان شي
مفکر رښتین

چي د یار د در غلام شم څه به ښه شي
نور به ختم د فراق غمجن داستان شي
مامون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button