ملت ستاڅانګه ده / دعبدالاحد حماد تازه شعر

دقدر شپه شوې دانځر ګله

اوس دي لیدنه دکیمیا بوټی شوه

 

اسم اعظمه په یاسین کې ورکه

 

واخ ورکه ورکه دومره لویه ورکه

 

دشنه اسمان له سپينو ستورو ورکه

 

دزیړي لمر له پلوشو نه ورکه

 

دغرونو مشره دسیندونو مشره

 

ای دتاریخ دتاړاکونو مشره

 

ما اورېدلی یې لیدلی مي یې

ته خدای جوړ کړی یې دلمر له طلایي وړانګونه

 

نرګس غاټول درپسي مخ اړوي

لمر مخي ټول درپسي مخ اړوي

ستا په هستۍ پوري یې ژوند تړلی

 

ستا په نامه ځان له غمونو ساتي

ستا په مسکا یې روح تازه تازه وي

ستا هره څانګه درڼا څانګه

 

هره وینا دي دبرېښنا څانګه

 

ته دملت او ملت ستاڅانګه

 

ته ښایسته یې

 

ستا ښایست جوړ دزرګر په تاندو ګوتو باندي

 

ستا په سپين زړه کې دایمان لعلونه

 

تا دلستوڼي ماران

 

تا دنړۍ ښاماران

 

غواړي ولجه کړي په ولجه دي یوسي

ته خبر نه یې ؟لور په لور جادوګر

 

دتور دجال سکنی ورور جادوګر

 

غواړي زموږ دقیام غر ویده کړي

 

غواړي په سپينه ورځ کې لمر ویده کړي

څاروانه وڅاروانه وڅاروانه!

دښایسته وجود ذره ذره مي

 

په بارودي واسکټ کې خدای ته یووړه

 

ستا ترسایه لاندي دخدای په مینه

 

په طالبي څڼومي اور بل دی

 

هغه لا سوړ نه دی چې نور بل دی

 

بل دي وي بل دي وي پروانلري

بل دي وي بل دي وي خو زه به نه یم

 

خو ته

توبه توبه

 

او العیاذ بالله

 

خدایه هغه ورځي په موږ مه وینې

دانقلاب محوره مه ماتېږې

 

دبیلتانه سپاهیان دي مات مات شه

 

ذره ذره شه

 

له بدو سترګو نه دي خدای وساته

 

څاروانه وڅاروانه وڅاروانه

 

زړه لړزوونکي آوازې نه اورې ؟

 

آتش فشاني ګنګوسې نه اورې ؟

 

ژغ دستومانو قافلو نه اورې ؟

طوفاني چیغه په غوږو نه اورې ؟

 

دا په کاواکو لارو چیرته درومې ؟

 

بار په ورېښمو اوښان چیرته درومي

رښتیا زمان څه دی بل کارڅه لري ؟

 

بس دهابیل او قابل

 

هغه دحق او باطل

 

دسترو شخړواو جنګونو تکرار

 

زمانه ده دتاریخونو تکرار

 

دادی نن هغه کرغېړنه کوکه

 

دادی نن هغه درواغجنه نعره

چې !

څوارلس سوه کاله وړاندي داحد پرمیدان

 

په پيغمبر پسي شیطان خپره کړه

ویل چې ومړ ومړ

 

محمد ومړ

 

دانن هغه نعره هغه شیطان

 

خو بس پرون په محمد او نن په تاپسي

 

راغبرګه کړه راغبرګه کړله

 

زړونه نیولي دي دشک بتانو

 

په خدای چې دالات او منات او عزی

 

اوس سپينو سپينو ایمانوته ګواښ دی

 

دخدای رحمت یې درحمت سایه یې

دتندریز ژغ په تېره تبرګي

 

لکه بودا هادبامیانو بودا

 

دغه دزړونو بتان رېز مرېز کړه

 

دغه دزړونو بتان رېز مرېز کړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button