استرالیا د کريکټ نړیوال جام سیاليوکې هند ته سخته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته
عزم (پنج شنبه وری ۱۳۹۴) د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام دوهمه پايلوبه د کوربه هیواد استرالیا سډني لوبغالي کې تر سره شوه هند لوبډلې ته يي ماته ورکړه او استرالیا پایلوبي ته ووته .
استرالیا هند لوبډلې ته په ۹۵ منډو ماته ورکړه لومړی بيټنګ اسرالیا واخیست د دوي تکړه لوبغاړی ډیوډ وارنرژ ژر وسوځيد چي بیا ارون فينچ ۸۱ او سټیف سمیت ۱۰۵ منډو سره ۱۸۲ منډې په ملګرتیا جوړې کړې او وسوځيدل .
له فنیچ او سمیت نه وروسته نور توپ وهونکي د هندي بالرانو لخو ستونزو سره مخ شول چي د هند توپ اچونه کې اومیش یادف څلور وېکټې او موهیت شرما دوه وېکټې واخیستې او د پاي اورونو کې غوره بيټمینانو جیمز فاکنر او جانسن په چټک بيټ وهلو سره ۳۲۸ منډي هند ته هدف جوړ .
هند ټولو لوبغاړو ۲۳۳ منډي وکړای شوې ټول لوبغاړي يي وسوځيدل په پیل کې هندي لوبغاړو په ۱۳ اورونو کې ۷۶ منډې وکړې ښه ولوبیدل چې لومړی شیکردهون ټول ۴۵ منډي جوړې کړې وسوځيده همدا رنګه روهیت شرما ۳۴ منډې وکړي خو نور ټول لوبغاړي وار په وار سوځيدل .
هند پر ۲۰۸ منډو په ۴۲ اورونو کې ۶ لوبغاړي وسوځيدل چې په وروستیو اورونو کې هند کپتان مهیندرا سنګ دوني او اجنکې رهانې یو څه ولوبېدل البته توپونه لږ پاتې وه .
د استرالیا تېزو بالرانو میچل جانسن او میچل سټارک دوه، دوه او جیمز فاکنر درې لوبغاړي وسوځول .
د هند ټول لو بغاړي په ۴۷م اوور کې پر ۲۳۳ منډو وسوځېده او استرالیا لوبه پر ۹۵ منډو په اسانۍ سره وګټله ، استرالیا پایلوبه کې له نیوزیلنډ سره جنګیږي د یادونې وړ ده چې د پایلوبه د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې د یکشنبې پر ورځ د مارچ ۲۹مه نېټه ټاکل شوې ترسره کېږي.
سميع شينواری