سعودي له پاکستان نه غوښتي چی د حوثي یاغیانو په ځپلو کې برخه واخلي
عزم / د پاکستان رسنيو د پآکستان د خارجه وزارت ویاند له خولې یو خبر خپور کړ چي سعودي عربستان له اسلام اباد نه غوښتي چې د يمن کودتاچیانوحوثي ایراني پلوه شعیه ملیشو په وړاندې پوڅي عملیاتو کې ورسره یو ځاي برخه واخلي .
ویاند نور جزئیات ندي ورکړي خو دومره وايي چې سعودي عربستان دغه یوه بېړنۍ غوښتنه کړې تر اوسه مونږ لا فیصله نده کړې خو دا مسله له بحث لاندي ده چي څه باید وشي .
یاده دې وي چي په دغو عملیاتو کې تر اوسه سعودي عربستان سره قطر،بحرین، کويت ، امارت هم برخه لري ، او څه موده وړاندې مطبوعاتو خبرونه خپاره کړي وه چي مصر او پاکستان هم جنګي بیړۍ استولي تر څو د حوثیانو ماتولو کې برخه واخلي .
د سعودي د بهیرنیو چارو وزیر سعود الفيصل تیره دوشنبه ويلي وه ، که د مذاکراتو له لاري د یمن ستونزه حل نشي نو دوي مجبوره دي چي پوځي عملیات ترسره کړي او د حکومت چاري بیرته منتخب ولسمشر عبد ربه منصور هادي ته وسپارل شي .
راپورونه زیاتوي چې د څو ورځو له تیریدو حوثي ملیشو د صنعاء نورې برخې هم نیولي او سخته خونړۍ جګړه روانه ده .
سميع شينواری