پاکستان : د سعودي عربستان په دفاع کې هر ډول قرباني ته تیار یو

عزم/ د پاکستان حکومت ویلي سعودي عربستان ته دخطر پیښیدو په صورت کې هر ډول همکاري او دفاع ته تیار دی

تیره ورځ د سعودي عربستان فوځ د یمن دباچا  هادي   په غوښتنه د حوثي شیعه ملیشو په ضد پوځي عملیات پیل کړل او د حوثیانو ګڼ شمیر مرکزونه او میشت ځایونه یې بمبارد کړل. دسعودي حکومت تیره ورځ وویل چې په دې جګړه کې پاکستان هم ددوي تر شا ولاړ دی که اړتیا پیښه شي ننګه به یې وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر نه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ، په اسلام اباد کې د نواز شریف په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو غونډه ترسره شوه ، او دمنځني ختیځ د موجوده حالاتو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. په دې غونډه کې دهوايي قواو مشر او دفاع وزیر هم برخه درلوده. په غونډه کې پریکړه وشوه چې ډیر ژر به د دفاع وزیر خواجه اصف، په خارجه چارو کې د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز او یو شمیر نورو پوځي چارواکو په شمول یو ګډ هیئت سعودي عربستان ته ولاړ شي او له سعودي چارواکو سره به له نژدې وویني، تر څو  د حالاتو جاج واخلي.

غونډې ته لومړي وزیر نواز شریف به خپلو خبرو کې وویل، پاکستان له سعودي عربستان او نورو خلیجي متحدینو سره ښې او دوستانه اړیکې لري، دهغوي ساتنې ته زیات اهمیت ورکوي.

لومړي وزیر وویل، که په هره برخه کې سعودي عربستان ته خطر پيښ شي پاکستان یې هر ډول دفاع او مرستې ته ولاړ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button