ګلان درپسې ګرزي-سيد الهام

سيد احسان الله الهام

څومره شكلى يې ايمان درپسې ګرزي
شهادته! مسلمان درپسې ګرزي

ته يې ګل غوندي حسين د غيرت ژونده
ته ډېوه يې پتنګان درپسې ګرزي

بختور يې بختورو ته ور درومې
ته هستي يې پاك ارمان درپسې ګرزي

نه تنها دي ملنګان درپسې وتي
هر په تخت سپور سليمان درپسې ګرزي

ايماندار دي عاشقان پرتا له وخته
اور ته دانګي قربانيان درپسي ګرزي

تا ته مرګ ويل ګناه، ابدي ژوند يې
د جنت حوري غلمان درپسې ګرزي

آزادۍ سره يوځاى راشه سپرلى دى
د ښتو غرو كي مو ګلان درپسې ګرزي

كه دي برخه د شهيد يووړه الهامه!
د خوښيو به كاروان درپسې ګرزي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button