بس، فقط، همدا مرسته !!!؟
لیکنه : موسی فرهاد
د غبرګ سري حکومت ، غبرګ مشران عین او غین په غبرګو الوتکو کې له غبرګو ایجنډاوو او غبرګو قافلو سره بالآخر کیمپ ډیویډ ته ورسیدل ، هغه ځای چې د دوی د امیدونو وروستۍ مأوا ده ، هغه ځای چې د ناوسه او غریبو دیموکراتانو د خالي کچکول لپاره غني دربار دی ، هغه واشنګټن چې د عین و غین لیبراله قافله ورته په تقدس قائله ده ، هغه ځای چې د نامسلماني لومړۍ میرمني له برکته نن د ارګ خسرګنۍ بلله کیږي . لنډه داچې غني او عبدالله د خپل هغه محسن زیارت او دیدار ته ولاړل چې دوی دواړو ته یې د یوه افغانستان د باچايي تاجونه ورپر سر کړي . او دادی اوس عین و غین دواړه د ارګ له ګلخانې نه بیل ، بېل د حکمرانۍ فرمانونه صادروي .
په هرصورت امریکا ته د اشرفغني او د ده د حکومت سفر ، داسي سفر نه دی، لکه نورو هیوادونو ته ، چې یوه دیپلوماتیکه بڼه ولري ، بلکي امریکا ته سفر داسي سفر دی، چې د کابل د ادارې ټولي هیلي او ارزوګاني ، خوښۍ او بدمرغۍ یې ټولي ورپوري تړلي دي . که چیري یې دا سفر بریالی وي نو د کابل حکومت ته نوی روح او نوي ساه ورکول شوي ، او که ناکامه وي نو ګویا ژوند یې نیمګړی شو. داځکه چې د انګریزانو ، روسانو او امریکایانو دریو واړو تجربې زموږ افغانانو په وړاندي پرتي دي چې د ګوډاګيانو بقا او فنا د خپلو محسنو یرغلګرو تر ارادو پوري موقوفه وي . چې څنګه یې مخ ورځیني واوړي ؛ د دوی زوال شروع سي .
ویل کیږي چې غني او عبدالله دواړو هر یوه له ځان سره ۹۰ – ۹۰ کسیزه قافله بیولي . چې داپخپله د خپل منځي بې باورۍ او مصلحتونو غمازي کوي . استاذ اوباما یې ترمنځ واټن نور هم ورزیات کړ ، په دې چې یوازي يې له اشرفغني سره ولیدل او ډاکترصاب یې د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس ته ورپریښود . بل داچې په کانګرس کې یې خپل امریکایی الاصله ډنګر اشرف غني ته ښه چکچکي ووهلي ، خو ډبل عبدالله لکه چې ایرانی یا روسی ورته ښکاریده ؛ هغومره یې ونه نازاوه . له همدې ځای یې ایجنډاوي هم دوې بریښیدلي چې یو یې د امریکایي مصالحو وفادار او بل یې په پټه د شوروي او ایراني ګټو محافظ بلل کیږي . خو پر یوه ټکي چې عین و غین دواړه سره یوه خوله وو ؛ هغه د امریکايي اشغالګرو عسکرو پاتي کیدل او ځنډول وو . دواړو ډاکترانو په غبرګه ژبه په کمپ ډیویډ کې امریکایی جنرالانو او سیاسیونو ته زارۍ وکړي چې خپل عسکر دي ژر نه باسي . دویمه غوښتنه یې د نغدو ډالرو وه ، دوی له امریکایي بادارانو هیله وکړه چې په ماضي کې د ورسره کړیو پیسو ژمني دې پلي کړي او دوی ته دې ۵ میلیارد ډالره ورکړي . دغه دوې آساسي غوښتني یې له دې امله وي چې د کابل اوسنی ګوډاګی نظام د امریکا د عسکرو په زور او د هغوی د ډالرو په مټ تخلیق شوی او بقا یې هم تر همدې دوو شیانو پوري موقوفه ده . که امریکايان د دوی امنیت ونه ساتي او یا دوی ته پیسې ورنکړي ؛ نو دکابل دغه ګوډاګی نظام به د آزادې او خپلواکي غوښتونکي مجاهد ملت په وړاندي قرار ونلري ، داسي به له صحني وغورځول شي لکه په تېر کې چې نور ګوډاګي نظامونه د افغانانو له خوا غورځول شوي وو .
مګر ښاغلي اوباما فی الحال یوازي د ۱۰زره عسکرو د ځنډیدو ژمنه ورسره وکړه . د پیسو لپاره یې د بسپني مخکنۍ وعده بیا تکرار کړه . او فعلاً یې پیسې ورته ورنکړي .
اوس خبره دا ده چې له دوی سره تللي ۱۸۰ کسیزه قافله او یا په کابل کې پاتي خلک چې د اشرف غني سفر ته ډېر لیواله او خوشحاله وو ؛ اوس به پوښتنه کوي ، چې بس ، فقط ، همدا مرسته !!!؟
د دې مرستې لپاره خو اشرفغني لا له وړاندي د تاریخي خیانت سند لاسلیک کړ ، او د افغانانو د وژلو او د خپل هیواد د ورانولو لپاره یې د دایمي اډو لاره هواره کړه . له هغه سره سره بیا هم د مجاهدینو له توري څخه بچ نشو .
بل داچې عسکر خو هسي هم امریکا د اشرف غني په خوله نه پري ایښي او نه یې د ده په خوله باسي ، دا خو یې خپله ستراتیژي ده چې کله د مجاهدینو ولکه ورباندي سخته شي ، نو د وتلو خبره ګرمه کړي ، او کله چې بیا لږ د امن احساس وکړي ؛ بیا د وتلو خبره وځنډوي .
که بیا هم په دې ۱۰زره یرغلګرو د عین او غین کوم درد دواء سي ، او یا د اوباما رعب ژوندی پاتي شي ؟ مګر افغان ملت او امریکايي ولس ته خو یې له زیانه پرته ؛ هیڅ ګټه نشته . چې یونیم لکو عسکرو څه ونکړای شو ؛ نو لس و اته زره به څه وکړای شي . ؟ د افغانانو د جهاد توره به بیا هم تر هغو چلیږي ؛ ترڅو یې ټول یرغلګر ایستلي نه وي ، او د ا ستقلال بیرغ یې اوچت کړی نه وي ؟!!!!! !؟
خلاصه دا چې عین و غین په دې سفر کې نور هیڅ ترلاسه نه کړل ، بلکي د تاریخي ملي خیانت یو بل تور داغ یې پرخپلو پاڼو ور اضافه کړ . نه یې پیسې ترلاسه کړي چې د دوی اصلي هدف ؤ، او نه یې نوري ناوړه موخي ترسره شوي ……..!!! ( خَسِرَالدُّنیا والآخِرَة)
پای
2015-03-27 موسی فرهاد