نیویارک : د ګاز په چاودنه کې ۱۹ تنه ټپیان شوي
عزم / د امریکې متحده ایالاتو په سوداګریز ښار د نیویارک په منهاټن سیمه کې په یوې ۵ پوړیزې ودانۍ کې د غازو د پائپ چاودنه شوې چې مالي او ځاني زیان يي اړولی .
نړيوالې رسنۍ وايي چې د چاودنې نه وروسته ودانۍ په پشپړه توګه د اور په لمبو کې راګیر شوې او سوځیدلې ده .
دغه چاودنه د منهاټن د دویمې ناحيې اووم سړک ته څېرمه په یوې ودانۍ کې رامنځته شوې ده .
په نوموړې سيمه کې ګڼ شمير هوټلونه او ملمستونونه شتون لري .
ويل شوي دي چې د چاودنې په پایله کې د پنځه پوړیزې ودانۍ یوه لویه برخه نړېدلې .
خبر کې راغلي دي چي په دغو ۱۹ تنه ټپیانو کې ډیری بهرني سوداګر دي .
د نیویارک امنیتي چارواکو ويلي دي چې د چاودنې لامل نده څرګند خو څېړنې يي پیل کړي دي .
سميع شینواری