ګډ حکومت او دیرغمل شویو کسانو نامعلوم برخلیک

د افغان حکومت نظامي چارواکې وایي چې  د کابل کندهار په لویه لار او د دایکندي په ولایت کې د څه کم پنځوسو تنو تښتول شویو کسانو په اړه تر دې دمه هیڅ څرک نه دي لګیدلی.

د تښتول شویو کسانو دکورنیو غړي وايي چې دولت د دوئ د قریبانو په راخلاصولو کې پاته راغلی ،له دولت نه ناامیده دي او هيڅ تمه نه کوي چې نیول شوي کسان دي راخلاص کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي ، امنیتی ارګانونه هڅه کوي چې د یرغمل نیونکو هویت او پټن ځایونه معلوم کړي، خو په دې اړه تر اوسه پوري مثبتې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د تیر حوت میاشتې په څلورمه نيټه د زابل ولایت دشاه جوي ولسوالۍ په سیمه کې نامعلومو وسلوالو دوه بس موټرونه ودرول او په موټرو کې سپاره یو دیرش تنه مسافر چې ډیره برخه یې د هزاره قوم مربوط وو له ځان سره بوتلل، ویل کیږي دا مسافر له ایران نه افغانستان ته خپلو کورنو ته را روان وو.

درې ورځې وړاندې (دحمل ۴ نیټه) د دایکندي په ولایت کې هم د نامعلومو وسلوالو له لوري څه کم شل تنه و تښتول شول ، چې تر دمه یې هیڅ درک نه دي لګیدلی.

د کجران ولسوالۍ ولسوال ضامن علی پویا وایي، دا کسان د کجران ولسوالۍ مربوط د (کوتل چوقدار ) له سیمې نه تښتول شوي، نوموړي وویل تښتول شوي کسان اکثر دوکانداران او موټرچلوونکي دي، تر دې مه یې په اړه هیڅ معلومات په لاس کې نشته.

د دواړو پيښو په اړه د یرغمل شویو کسانو دکورنیو غړي او د هزاره قوم ګڼ شمیر کسانو په اعتراض لاس پوري کړی، او دولت یې د تښتول شویو کسانو دسرنوشت معلومولو په باره کې په بې غورۍ او بې توجهي متهم کړی.

اعتراض کوونکي وايي، دګډ حکومت مشران د افغانستان دقومونو ترمنځ توپیري چلند کوي، د یرغمل شویو قریبان هم وايي چې دوي نور له دولت نه ناهیلي شوي هیڅ تمه نه کوي چې دګډ حکومت مشران دي ددوي دقریبانو په راخلاصولو کې مرسته وکړي.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button