د شهید ګهیځ پر شخصیت د روهي ویب پاڼې برید

قاري حبیب
شهیداستاد منهاج الدین ګهیځ په افغانستان کې د اسلامي نهضت پیژندل شوی رهنما،وتلی قلموال او د متدین او متعهد ژورنالیزم له مخکښانو څخه شمیرل کیږي.
استاد منهاج الدین ګهیځ په ۱۹۲۲ میلادي کال کې د کندز په خان اباد کې د قاضي برهان الدین په کور کې وزیږېد له خپل پلار څخه له ابتدایي زده کړو وروسته کابل ته لاړ، د پغمان درالمعلمین یي ولوست او وروسته یي په کابل کې دښوونکي او حکومتي مامور په حیث مختلفې دندې ترسره کړي چې ورسره یي ژورنالیستیک کارونه هم کول او د دموکراسۍ په لسیزه کې یي د ګهیځ په نوم ورځپاڼه له چاپه راوایسته.
استاد ګهیځ په هره معنی یو سوچه انسان، سوچه مسلمان او سوچه افغان و، هر چا چې نوموړی لیدلی، دده فکر یي مطالعه کړی او د هغه کردار یي څارلی نوموړ یو آزاد،متدین، عدالت خواه او د دین او وطن ګټو ته متعهد شخص په نظر ورغلی دی.
په هغه دور کې چې په هیواد کې د الحاد او کمونیزم تبلیغ په اوج او موج کې وو، له یوې خوا له روس سره اویا کلنه دوستي تر ټولو په تاوده پړاو کې وه، د ظاهرشاهۍ پرمختیایي پلانونه شوروي اکمالول او په مقابل کې یي شوروي د افغانستان په تعلیمي، پوځي او ملکي ادارو کې نفوذ ځغلاوو او افغان نسل ته یي الحاد پیچکاري کاوو، بله خوا دربار هم له شنو بیرغونو وېرېده او د سرو بیرغو سایې ته یي پناه اخیسته نو ځکه یي کمونیزم ته غیږه خلاصه کړې وه.
په دغسې حال کې چې دغه مسلمان اولس د الحاد او بي دینۍ له وبا سره مخامخ و، د حکومتي اختناق او شوروي بالادستۍ تر سیوري لاندې د اسلام او افغانیت د دفاع لپاره غږ اوچتول کوم وړیا او اسانه کار نه و.
مګر دا په مطبوعاتي ډګر کې د استاد منهاج الدین ګهیځ،مولوي رحیم الله زرمتي، مولوي عبدالستار صدیقي او عبدالرب احدي غوندې جانفدا او ددین په مینه ستي مبارزین وو چې په تش لاس او کمو امکاناتو یي په کابل کې د الحاد او کمونیستي صریح کفر په وړاندې ډغرې وهلې. په شخصي لګښت ، چندو او خیراتو یي ورځپاڼې او جریدې چاپولې او بیا یي په افغان ځوانانو ویشلې تر څو د کمونیزم له وایروس څخه په امن پاته شي.
هغه مهال چې په کابل او درست هیواد کې دمتعلمینو تر منځ ورځني بحثونه په دې و، چې العیاذ بالله د تخلیق نظریه باطله او د ارتقاء ثابته ده، ماده پر شعور مقدمه ده،انسان د بیزو له نسله دی او دغسې نور کفریات د متعلمو ځوانانو د هر مجلس نُقل و، که د ګهیځ غوندې متدین او غمخوار څوک نه وای فکر نه کېده چې افغان ځوان نسل به د ګمراهۍ او کمونیستي الحاد له ګردابه چا ژغورلی وای.
منهاج الدین ګهیځ د مرګ تر ساعته خپل ژوند، خپل استعداد، خپل قلم، خپله ژبه او خپل ټول هست او بود همدې ته وقف کړ،د ګهیج جریدې له منبره یي د حق آواز پورته کړ، ذهنونه یي تنویر کړل، د دهریت دیالکتیک یي چیلنج کړ او د کمونیستي سیلاب په وړاندې یي په مطبوعاتي ډګر کې د یوه نه ماتیدونکي کمره په حیث مبارزه وکړه، تر څو چې بالاخره د همدې سپیڅلي جهاد په بهیر کې یي په ۱۳۵۱ لمریز کال په زړه کې د کا جي بي د اجیرانو مرمۍ سړې او د شهادت په پسته غیږ کې یی سرکیښود.
د شهید منهاج الدین ګهیځ د خپل وخت یو سیال او مخالف کمونیست نهضت د عبدالرحمن محمودي حزب دموکراتیک نوین و،دغه حزب هم د کمونیزم متعقد و دوی هم غوښتل له افغان انسانانو د بیزو زامن جوړ کړي، خو له نورو کمونیستانو سره یي فرق دا و چې هغوی له ماسکو نه خړوبیدل او دوی د چیني کمونیست ماوسته دونګ معتقدین و او کولمه یي له پیکنګ سره وصل وه .
حزب دموکراتیک نوین چې وروسته په ماویستانو مشهور شول،د خلقیانو او مجاهدینو دواړو په ژرنده دل شول، له هرې خوا وډزېدل،د ښځو جامې یي واغوستې او په راوا بدل شول د امریکا له راتګ سره یې بل تحول وکړ او د حزب همبستګي ملي په نوم یي نوی ګوند اعلان کړ.
دغو زړو کمونیستانو چې اوسنی فعالیت یي یوازې د دین او جهاد ټکول، د متدینو او پاکو شخصیتونو بدنامي او ښکنځل دي، په خپل پاڼه یي یو سند خپور کړی چې ګواکې دغه سند د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت نه افشاء شوی چې په کابل کې له سفارته ورکړل شوی راپور وړاندې کوي.
د روهي ویب باڼې لخوا د تحریف شوي سند اصلي بڼه دلته کتلی شئ
په دې سند کې د معراج الدین په نوم یو کس ښودل کیږي چې له اسلامي نهضت سره تړاو لري اوهغه مهال یي په کابل کې د امریکا سفارت ته رجوع کړې، له هغوی نه یي د کمونیستانو په مقابل کې مرسته غوښتې چې مشخصه مرسته یي د یوې مطبعې ورته جوړول دي، د سند له مخې معراج الدین د امریکا سفیر ته ویلي چې په مطبوعاتي برخه کې شخصي نشریې لکه ګهیځ ورځپاڼه او ندای حق اونیزه هم د کمونیستانو په ضد مقالې خپروي خو هغه ددوی ملګري نه شي بلل کیدای.چې له دې خبرې په څرګنده معلومیږي چې د معراج الدین په نوم دغه کس نه خو د منهاج الدین ګهیځ له ګهیځ ورځپاڼې سره تعلق لري او نه هم له ندای حق سره .
د ماویستي کمونیستانو یعني حزب همبستګي لخوا ددې راپور د نشرولو په تعقیب د منهاج الدین ګهیځ اصلي معارضین یعني لنینیستي کمونیستان هم بیدار شوي او هڅه یي کړې ددغه خبر په خپرولو سره له شهید ګهیځ څخه څلویښت کاله بعد انتقام واخلي.
د مشهور کمونیست محمدصدیق روهي زامن چې اوس د روهي په نوم ویب پاڼه چلوي راولاړ شوي دغه خبر او سند یي بشپړ تحریف کړی او لیکلي یي دي چې د ګهیځ ورځپاڼې چلوونکي منهاج الدین ګهیځ له امریکا نه مرسته غوښتې وه او هغه مهال اسلامپالو له امریکا سره اړیکې درلودې.
د روهي کمونیستانو په خبر کې دومره ستر تحریف کړی چې هغه بیزو یي هم شاید په دروغو او تحریف وپوهیږي چې دوی یي ځانونه لمسیان بولي، د راپور پي ډي ایف بڼه دلته موجوده ده چې تر پایه په کې معراج الدین نوم یاد شوی دی. خو دوی معراج الدین په منهاج الدین بدل کړی.
بله داچې معراج الدین صراحتا وایي چې ګهیځ او ندای حق جریدې له موږ سره تړاو نلري او نه موږ ترې دمرستې تمه لرو، چې دا په خپله له دې جریان څخه د استاد منهاج الدین ګهیځ تبریه ثابتوي. خو ددې لپاره چې دروهي کمونیستانو دروغ افشاء نه شي دوی دلته د دواړو جریدو په ځای یوازې د ندای حق نوم یاد کړی دی.چې دا یی بل روښانه تحریف دی.په هرحال.
پوښتنه داده چې د روهي چلوونکو ولې دومره ښکاره تحریف او ظلم ته ملاتړلې؟
ځواب واضح دی.منهاج الدین ګهیځ بله هیڅ ګناه نه درلوده، هغه یو شریف او متمدن انسان و، په خپل دین، خپل فرهنګ، خپل اولس او خپلو ملي اقدارو یي خوا بدېده. هغه نه پریښودل چې کمونیستان او غرب ګرایان ددې اولس ارزښتونه پامال کړي. هغه د پردي پالو بي دینانو په مقابل کې په یوازې سره مبارزه کوله، د هغوی پوچ استدلال یي ننګاوو، د اسلام روښانه تعلیمات یي اولس ته رسول او له ټولې تنګلاسۍ سره سره یي د خپل دین او اولس خدمت کاوو.
د شهید استاد ګهیځ کارنامې د کمونیستانو او بي دینانو په مقابل کې لوی خنډ وې، نو ځکه یي نه یوازې په شهادت ورساوو بلکې اوس یي هم کالبدشګافي کوي. اوس هم کمونیستان غواړي انتقام ترې واخلي نو ځکه ورپورې جعلي سندونه تړي، تحریف شوې خبرې ورته منسوبوي تر څو یي خدای مکړه رنګ وربد کړي.
نور خو نو واضحه ده او استاد ګهیځ خپلو ټولو هم عصرو ته معلوم و چې تر کوم حده پاک او خپلواک انسان و، ماته د اسلامي نهضت یو پخواني ګډونوال قاضي صاحب عبیدالرحمن چې استاد ګهیځ یي بیا بیا له نږدې لیدلی و وویل چې دومره قانع او له آن و این نه بې پروا انسان ما تراوسه نه دی لیدلی.
شهید استاد ګهیځ لکه څرنګه چې د شرقي کمونیزم په مقابل کې یو زړور مجاهد و همداسې له امریکایي امپریالیزم او استعمار سره هم وران و. دا چې استاد ګهیځ د امریکا په اړه څومره له دښمنۍ ډک نظر درلود په دې اړه د روهي ویب پاڼې چلوونکي کولای شي د ګهیځ ورځپاڼې ۱۵۰ ګڼه کې چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د چنګاښ په یوولسمه نشر شوې ده د ( اسرائیل یا ولایت پنجاه و یکم امریکا ) ترعنوان لاندې مقاله وګوري چې نوموړي په کې د نړۍ مسلمانانو ته ویلي چې د شوروي غوندې امریکا او محلي سرطان یعني اسرائیل یي هم د ملت اسلامیه وجود ته خطر دي او د محو کولو لپاره یي باید مسلمانان یو لاس شي.
راځم وروستۍ خبرې ته او هغه دا چې زه د روهیانو غوندې د شوروي او امریکا دورګه اولادونو ته حیران یم چې دوی په کوم مخ اسلامپالو ته له غرب سره د تړاو پیغور ورکوي.
راځئ دلته یي سره سپینه کړو چې تاسو کمونیستان او بي دینان د پیغور وړ یاست او که اسلامپال قشر ؟ تاسو د یوه ناتائید شوي سند په توسط په ډیر تحریف سره کوښښ کوئ له امریکا سره د اسلامپالو مبارزینو تړاو ثابت کړئ او بیا په دې بنیاد دعوه کوئ چې وګورئ دغه اسلامپال په اصل کې پردي پال دي او څلویښت کاله پخوا یي یوه ورځ له امریکایي سفیر سره لیدنه شوې !! مګر خپلو ځانونو ته نه ګورئ چې تر کومه ځایه د کمونیزم او امپریالیزم په غلامۍ کې غرق یاست.
تاسو چې څلویښت کاله د شوروي د غلامۍ غړوندی په غاړه ګرځاوو، د شوروي لخوا اکمالیدئ، لوی مشر ببرک کارمل مو حتی اوبه هم د شوروۍ مشاورې په امر څښلې، تر یو لک زیات شوروي پوځیان مو هیواد ته راوستل. د هغوی فکر، دهغوی عقیده او د هغوی عادات مو خپل کړل حتی ځینو مو په خپلو زامنو شوروي نومونه کيښودل. تاسو د شوروي زامن نه یاست او نه هم ځان درته پردي پال ښکاري.
او بیا چې له شوروي یتیمان شوئ د امپریالیزم په غولانځ پورې سریښ شوئ، له ماسکو نه غربي المان ، اروپا او امریکا ته وتښتیدئ،د امپریالیزم په راډیوګانو کې مو خدمت پیل کړ او وروسته همدې غربي امپریالیستانو ستاسو په مستقیم ملاتړ په افغانستان برید وکړ، تردې چې د محمدصدیق روهي زوی خوشال روهي ورته په جرمني کې د لوړ معاش دنده پریښوده او د امریکایي ډالرو د ګټلو لپاره یي په کابل کې دنده پیل کړه چې بیا یي د سرحداتو له وزارت څخه د اکرم خپلواک په همکارۍ لویې لویې شوړې هم ووهلې او تراوسه پورې د امریکا په ډالرو چلیږئ. له دې سره سره لا هم ځانونه درته امریکا پلوي او پردي پال نه ښکاري. مګر که په کوم پټ سند کې د معراج الدین نوم راغی تاسو یي په منهاج الدین بدلوئ او یوه څلویښت کاله پخواني پاک افغان ته د امریکایيتوب پیغور ورکوئ . نه پوهیږم شرم مو چیرته هیر کړی؟؟؟
آیا پردي پال او امریکا پلوی به هغه وي چې یوازې ورباندې له امریکایي سفیر سره د مجلس شک کیږي او که هغه چې څوارلس کاله په امریکایي ډالرو چلیږي،معاش په ډالرو اخلي او حتی په امریکایي ډالرو پسې داسې لیونی وي چې د خوشال روهي غوندې د رحمان بابا د لیسې د لیلیه غریبو شاګردانو په حق هم ګونډه وهي او پیسې یي غلا کوي.
بګیلو کمونیستانو! لطفا لږ وشرمیږئ. لږ له دې اولسه حیا وکړئ ، که خدای نه منئ لږ له دې ځمکې او اسمانه وشرمیږئ. څه وئ او څه درنه جوړ شول، څلویښت کاله مو د مرګ په امپریالیزم نعرې وهلې. مګر اوس مو دامریکایي امپریالیزم لپاره داسې خدمت وکړ چې ښایي هغوی یي هم تصور نه وي کړی.
لطفا ددې اولس په اقدارو او مشاهیرو یو ځل بیا ملنډې مه وهئ، ځکه بیاهم دوران درباندې را روان دی چې بیابه پښیمان او اولس ته خړمخي یاست.