د افغانستان په زندانونو کي بشري ناورین

دنوي ایتلافي حکومت له پیل سره دافغانستان په زندانونو کي بشري ناورین زور واخیست، که څه هم دګډ حکومت مشر اشرف غني واک ته درسیدو سره سم دڅرخي پله زندان ته ولاړ، محبوسینو ته یې ډاډ ورکړ چي ظلم به نه ورباندي کیږي ، کوم کسان چي بې ثبوته نیول شوي وي ، یایې دحبس موده پوره شوې وي ژر تر ژره به خوشي شي ، خو اشرف غني تراوسه پوري نه یوازي داچي دولس او زندانیانو سره کړي ژمني پوره نه کړې ، بلکي اسیران نور هم دکړاونو اوتعذیبونو سره مخ شول.
دا مهال دهیواد په بیلابیلو ولایتونو په تیره څرخي پله زندان کي زندانیان له سختو کړاونو او ستونزو سره لاس ا وګریوان دي،بیچاره زندانیانو په د ې موخه چي دزندان دمنل شوو حقونو څخه برخمن شي په ځلونو اعتصابونه کړي،شوڼدي یې ګنډلي،اما ګډ حکومت په عمل کي بې له دې چي پربندیانو نور قیودات هم وضع کړي،د مظلومو اسیرانو غوښتنو ته غوږ نه دی نیولی.
د ګډ حکومت په محبسونو کي په زرهاوو داسي زندانیان د تورو تمبو شاته بې برخلیکه پراته دي چي کلونه وړاندي یې د حبس مودې پوره شوي دي.
په زندانیانو کي د داسي کسانو شمیر هم کم نه دی چي کلونه وروسته هم نه کومي محکمې ته حاضر شوی او نه هم کومه پوښتنه ترې شوې چي په کوم جرم نیول شوی،چیري نیول شوی او ولي زندان ته اچول شوي دي؟،خو بیا هم ددې بندیانو پښو کي زولنې او لاسونو کي هتکړۍ دزندان په تورو تیارو کي دمظلومیت ژوند تیریږي .
څه وخت مخکي دڅرخي پله په زندان کي یو ۹۰ کلن بندي چي درې کاله وړاندي یې دحبس موده پوره شوې وه،په دغه محبس کي د زړه د دریدا له کبله له کور او روغتون څخه لیري دژوند وروستۍ سلکۍ ووهلې.
د ګد حکومت په زندانونو کي د بوډاګانو سربیره داسي ماشومان هم بندیان دي چي عمرونه یې ۱۰- ۱۵ کلونو پوري دي، ددومره تنکیو ماشومانو اسارت هغه هم داسي چي جرم یې نه وي معلوم او یا د ورور او پلار په ګناه بندیان شوي وي، دجینوا دکنوانسیون او داسیرانو دحقونو څخه ډیره لویه سرغړونه ده.
د غني په واکمنۍ کي د زندانونو او بندیانو حالت دپخواني حکومت په پرتله خراب شوی،ځکه دکرزي په وروستي کال چي کوم بندیان دبګرام له تور زندان څخه دڅرخي پله محبس ته انتقال شوي وو، دغني په واکمنۍ کي یو ځل بیا مظلوم اسیران دبګرام زندان تورو او وحشي پنجرو ته ولیږدول شول .
دڅرخي پله په زندان کي به داسیرانو سره قریبانو او دوستانو ملاقات کولای شوای ،بندیان به دموظفو عسکرو سره په ژبه پوهیدل ، تر بګرام په څرخي پله محبس کي دیني او کلتوري ازادي نسبتا زیاته وه ، خو بګرام ته په انتقال له بې وسو زندانیانو یو وار بیایادي شوې ازادۍ او هغه حقونه چي نړیوال یې په یوه خوله مني وتروړل شول .
دبشري حقونو دملاتړ ټولني اوبشري فعالان باید دبشري خواخوږۍ په خاطر په زندانونو کي دروان وحشیانه چلند پرضد خپل ږغ پورته کړي، تر څو ظالم چارواکي مجبور شي چي بندیانو ته خپل هغه حقه حقونه ورکړي چي دجینواد کنوانسیون له مخي یې امریکا او افغانستان په رعایتولو مکلف دي .