فلسطيني اسير په نقب زندان کې اسرائيلی پوليس په مخ په چاقو وواهه

داسرائيلي اشغال درسنيو له راپور سره سم يو يهودي پوليس هغه مهال ټپي شو چې کله يوه فلسطيني بندي په يوه تيره آله باندې بريد پرې ترسره کړ.

اووم صهيوني چينل په خپل راپور کې وويل: دنقب په جيل کې يو اسرائيلی پولیس ديوه فلسطيني قيدي له لوري چې دالجهاد الاسلامي له ګوند سره تړاو لري په مخ باندې ووهل شو، چينل زياته کړه چې په پوليس دبندي اطاق ته دورننه وتلو په حال کې وو چې دبريد ښکار شو، له بريد وروسته بريدګر ځانګړي ځای ته منتقل کړل شوی او ددې پيښې اړوند يوه دوسيه ورته پرانستل شوې، دغه فلسطيني بندي په اسرائيلي پوځيانو دبريد په تور په محبس کې شپې ورځې سبا کولې.

د فلسطينيانو دجيلونو دڅار اداره وايې چې بنديان په جيل کې له صبر او ثبات څخه کار اخلي او دې ډول بريدونو ته هغه وخت اړويستل کيږي چې داشغالګرو له لوري کوم توهينوونکی حرکت وګوري.

روانه میاشت دفلسطينيانو دبنديانو دچارو کميسيون يو احصائيه خپره کړه، داحصائيې له مخې ۱۹۶۷ م کال راپديخوا د ۲۰۱۵ م کال داپريل ترمياشتې پورې ۸۵۰ زره فلسطينيان داشغالګرو له لوري بنديان شوي چې ۱۵ زره ښځې او په لسهاو زره ماشومان هم پکې شامل دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button