دخوست دولايتي شورا مخي ته دوه چاودني شوي

نن سهار دخوست دولایتي شورا مخي ته دوه چاودني شوې، چي په ترڅ کي يې دولایتي شورا درې تنه ساتونکي پوليس ټپیان شوي دي.

دخوست امنیتي چارواکو ویلي، چي لومړۍ چاودنه نن سهار په ۸ بجې ۳۰ دقيقې رامنځ ته شوه، چي تلفات يې نه لرل، کله چي دپيښي ځای ته پولیس ورسيدل بله چاودنه رامنځ ته شوه، چي درې تنه یې ټپيان کړل.

له پيښي وروسته ټپيان دخوست روغتون ته رسول شوي دي، چي دیوه تن ټپي روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

چارواکو ویلي، چي چاودني دولایتي شورا مخي ته د ځای په ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوي دي.

ویل شوي، چي دپيښي په اړه پلټني پيل شوي دي، تراوسه ددغو چاودنو پړه کومي وسله والي ډلي په غاړه اخیستې نه ده، خو په بهرنیو اوداخلي عسکرو بریدونه طالبان ترسره کوي.

دیادوني وړ ده، چي دجمعې له ورځي راهیسي چي طالبانو دعزم په نوم عملیات پکي پيل کړل، دهیواد په بېلابېلو سیمو کي وسله وال بریدونه او چاودني زیاتي شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button