څېړونکي: کوچنيانو ته کېسې کول د هغوی ذهن تيزوي

0,,17458097_303,00

 (۷ غويي ۹۴ عزم ) د روغتيايي چارو څېړونکو د يوې څېړنې په نتيجه کې ويلي چې کوچنيانو ته کيسې کول دهغوی ذهن تيزوي او مطالعې ته يې اړکوي چې له امله يې د مطالعې په مهال د ستونزمنو کلېمو په معنا او مقصد ځان پوهوي.

په دغه څېړنه کې چې د امريکايي روغتياپالانو له لوري شوې ده  ۱۹هغه ماشومان چې عمرونه يې له ۳ څخه تر ۵ کالونو پورې و دهغوی له کورنيو سره يې اړيکې نيولي له هغوی يې پوښتي چې خپلو کوچنيانو ته يې کيسې کړي که نه؟ له هغې وروسته  هغوی معاينه شوی او د دماغو هغه برخه يې کتل شوې چې له لوستلو او اورېدلو څخه معنا او فهم اخلي. او مالومه شوې هغه کوچنيان چې د مور او پلار له خوا ورته کيسې شوي او خبرې ورسره شوي د نورو هغو په نسبت چې کيسې نه دي ورته شوي د زده کړې او فهم ماده يې ډېره فعاله ده .دڅېړونکو په وينا ماشومان هغه وخت زړور او ذهين کيږي چې کيسې ورته وشي او کيسې يې واورېدل شي.

 

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!