واشنګټن:پيټرياس سل زره ډالره جريمه شو

petraeus-7747f651e22fc9444647296e6353493201a484bf-s1100-c15_240415012601

(۰۷ غويي ۹۴ عزم) د امريکا د استخباراتي ادارې (سي آی ای) پخوانی مشر ډيوډ پټرياس دځينو پټو مالوماتو د افشاء کولو په جرم په سل زره امريکايي ډالرجرم شو. محکمې د نوموړي په اړه ويلي دي  چې د نغدي جريمې ترڅنګ دې دوه کاله تعقيب هم شي.

ډيوډ پټرياس چې دعراق په جګړه کې يې فعاله ونډه لرله د محکمې په وړاندې په خپل جرم اعتراف کړی.تر دې مخکې يوې بلې محکمې په نوموړي ۴۰ زره امريکايي ډالر او دوه کاله تر نظارت لاندې ساتلو محکوم کړی و خو وروستۍ محکمې دغه جرم لوی بللی او  جريمه يې له ۴۰ زره امريکايي ډالرو څخه ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو ته لوړه کړې ده.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button