Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

مطبوعاتو ته لنډه کتنه (۳)

وحيد عزم

د کابل چاپ د نن ورځي ورځپاڼو تر ډيره خپلې مقالې او ليکنې ۷م او ۸م د ثور او دغه راز په شمالي ولاياتو کې د طالبانو لخوا جګړه او اداري فساد ته ځانګړې کړي دي، دوي يادو پېښو ته له بيلابيلو زاويو  کتلې او هري يوې پرې جلا نظرونه ليکلي دي.

ويسا :

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لوستونکو ته معلومات ورکړي چې د غوايي ۷مه د ۱۳۵۷ لمريز کال د کمونيستي کودتا او ۸مه د ۱۳۷۱ لمريز کال د جهاد د بري ورځ ده.

د سرمقالې ليکوال د ثور د ۷مې کودتا هغه ناوړه پېښه بللې چې په هیواد کې د بحران پيلېدو سبب شوه، پرديو ته د لاس وهنې دروازې خلاصي شوې او هيواد د سياليو ډګر شو، ليکوال وايي د دې کودتا پايله د مرغومي ۶مه د پخواني شوروي ناروا يرغل و چې د لاسپوڅي رژيم د ساتني په نوم په افغانستان وشو، خو د ۱۴ کاله جهاد په نتېجه کې کمونيستي لاسپوڅی رژيم نسکور شو او له بده مرغه هيواد د واک پر سر د جهادي زعامت د خپلمنځي جګړو ډګر شو، دغې جګړې بهرنۍ لمسونې درلودې او د ولس د انتظار خلاف د كمونيستي رژيم راپرځېدلو د خير، سلامتۍ او سوكالۍ پيغام رانه ووړ بلکه نوي مصيبتونه يې راوړل، بيا هم ولس په ويرونو او مرګونو كې ډوب شو، چې دا دى تر ننه مو په هېواد كې د وژنو او وحشتونو څپه دوام لري.

د مقالې ليکوال خواشيني څرګنده کړې او ليکلي يې دي چې : ولس او د ولس مخورو او سياستوالو د ثورونو له پېښو نه عبرت او درس وانه خيست.

۸ صبح :

هشت صبح ورځپاڼې بيا په زنګ اول کې د هيواد په شمالي ولاياتو کې د طالبانو له خوا د عزم په نوم د پسرلنيو عملياتو له پيليدو سره سم په رامنځته شويو نښتو خبره کړې او ويلي يې دي چې د جګړې جغرافيه بدله شوې ده.

د سرمقالې ليکوال ليکي چې د عامه انګېرنو خلاف سږ کالنۍ جګړه په سويلي ولاياتو کې محدوده پاتي نشوه او آن د شمال ټولو ولايتونو ته وغځېده، په دې ولايتونو کې لومړۍ پيښي د ۲۰۰۹ميلادي کال د ولسمشريزو ټاکنو په مهال وشوې چې بيا د جنرال داود او عبدالرحمن سيدخيلي د ګڼو پوځيانو په توسط له ډيرو هڅو سره سره لږ غلي شوې خو په ۱۳۹۳ کې د ولسمشرۍ ټاکنو له پيل سره سم يو ځل بيا جګړو زور واخيست او دادی سږ کال دې حد ته ورسېدلې چې کندوز له سقوط سره مخ دي.

څه وخت مخکې د جنرال دوستم په اړه ويل کېدل چې شمال ته تللی او د طالبانو خلاف خپلي مليشې تنظيموي خو وروسته د اګنګوسې بيرته غلي شوې.

ليکوال د ملي يووالي په حکومت غږ کړی چې د هيواد شمال ته توجه زياته کړي، هغه چارواکې چې بې کفايتي يې ښکاره شوې، له وظيفو لري او په ځای يې با کفايته کسان وټاکي.

خو د عامو خلکو او چارپوهانو باور دا دی چې يو څوک په جګړه کې هغه مهال بريالی کيدای شي چې دين، کلتور، وطن او ولس ته د طالبانو په څير ژمن وي، خير او پرمختګ يې هيله وي او دا څلور واړه د پرديو له اغيز او شر څخه خوندي غواړي.

روزنامه افغاسنتان :

د افغانستان ورځپاڼې سرمقاله د حکومت په منځ کې ادارې فساد ته ځانګړې شوې او په سر کې يې ليکلي چې د فساد په وړاندي د مبارزې هيڅ جدي اراده شتون نه لري، اداري فساد په ۲۰۰۳ کې پيل شو چې تر اوسه پوري لوړو پوړيو ته ورسېد، د وحدت ملي حکومت چې له جدي شعارونو نه يې يو شعار له اداري فساد سره مبارزه وه، د ۶ مياشتې عمر په تېرېدو سره يې هيڅ موثر ګام د دې سرطاني غدې په مقابل کې نه دی پورته کړی.

ليکوال وايي چې د حکومت په منځ کې اختلاف او د کابينې تا خير د اداري فساد مسئله نوره هم پيچيده کړه او دې کار د اداري فساد ريښې نوري هم ژوري او قوي کړې، له دې ښکاري چې اوسنۍ ادارې د تېري هغې په څير له فساد سره د مبارزې توان نه لري او د مخنيوي قدرت يې ورسره نشته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button