تازه خبر: طالبان وایي د کندز په جګړه کې یې ۱۲ عرادې پوځي وسایط نیولي دي

عزم/ دکندز په پنځه کیلومتري کې درنې جګړې روانې دي،د ولایت د مرکز ترڅنګ دامام صاحب او قلعه زال په ولسوالیو کې هم شدید جنګ ادامه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي،د کندز د ولایت مرکز او امام صاحب ولسوالي یې محاصره کړې نژدې ده چې ددوي جنګیالي دکندز ښار او امام ولسوالۍ مرکز ته ننوزي.
له بلې خوا دکندز والي عمر ساپي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې طالبان د کندز ښار په پنځه کیلومیتري کې نه بلکې په اووه کیلو میتري کي دي. نوموړي ویلي چې کندز ته تازه دمه ځواکونه رارسیدلي ډیر ژر مه حالت نورمال او سیمې به کنترول شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو شیبې وړاندې په خپل ټیوټر ولیکل چې د کندز مرکز ته نژدې د خالدین په کلي کې یې د جګړې په مهال له ملي اردو نه ۶ عرادې ټانګونه او ۶ نور رینجر موټر نیولي دي ، چې اوس دستي ددوي له کسانو سره ورسره دي.
دوې ورځې وړاندي هم طالبانو د کندز په یو شمیر سیمو کې پراخ بریدونه ترسره کړل، د طالبانو د ویاند په وینا ۲۱ پوستې یې د کندز په مربوطاتو کې ونیولي او تر پنځوسو زیات کسان یې ژوندي ونیول.
طالبانو د تیرې جمعې په ورځ د عزم په نوم نوي پسرلني عملیات پيل کړل ، چې ورسره سم د هیواد په مختلفو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.
د یوشمیر پوځي شناندو په آند د طالبانو نوي پیل شوي عملیات تر اټکل زیات بریالي بریښي.
احمدبشار