انډين پريمير لیګ ۲۶ لوبه کې بنګلور ډيلي ته شرمېدونکې ماتې ورکړه

عزم/ د ای پي ایل یا هندوستان غوره لیګ ۲۶ سیالي چې د روېل چلینجرز بنګلور او ډيلي ډرېډوېلز لوبډلو ترمنځ وه، روېل چلینجرز بنګلور لوبډلې ډيلي ډرېډوېلز ته نه هېرېدونکې ماتې ورکړه .
د ای پي ايل په دغو روانو سیالیو کې بنګلور لوبډلې ډيلي لوبډلې ته ترټولو ستره ماته په لسو وېکټو ورکړه .
پچه د بنګلور لوبډلې وګټله د يادې لوبډلې لوبډلمشر د بېټینګ بلنه ډيلي لوبډلې ته ورکړه لومړی توپوهنې پرېکړه ډيلي وکړه او بيټينګ يي پيل کړ .
ډیلي لوبغاړو ښه توپوهنه ونه کړه په ۱۸.۲ اورونو کې يي ټول لوبغاړي وسوځېدل یواځې په ۹۵ منډو يي سیالې لوبډلې ته هدف ورکړ .
د ډیلي لوبډلې کې ښه لوبه جادف وکړه چې په ۲۹ توپونو ۴ څلوريزې ووهلې ۳۳ منډې يي وکړې .
دغه راز اګروال۲۷او ډومي ۱۳ رنزونه وکړه ترپايه ونه سوځېدل، پاتې اووه لوبغاړي د دوو او د پنځو رنزونو ترمنځ وسوځېدل .
بېرته چلینجر لوبډلې دغه اسانه هدف په چټکۍ سره په لسم اور کې پوره کړ او لوبه يي پخپل نوم کړه .
وېرات کوهلي چې د چلنجر لوبډلې لوبډلمشر دی ښه لوبه وکړه هغه په ۲۳ توپونو شپږ څلوريزو په مرسته ۳۵ منډې جوړې کړې .
ګرېس ګېل چې د ویسټ انډيزلوبغاړی دی اوسمهال په ای پي ایل کې لوبېږي او د شپږيزو شهرت لري په ۴۰ توپونو څلور شپږيزو او شپږڅلوريزو په مټ يي ۶۲ منډې جوړې کړې .
وارون ارون د ډيلي درې لوبغاړي وسوځول له همدې امله د لوبې غوره لوبغاړي شو .
د ای پي ایل روانې لوبې چې اته لوبډلې پکې لوبېږي د مې تر ۲۴ پورې به دوام وکړي، خو تراوسه راجستان رویال ډېرې لوبې ګټلي دي ترټول مخکې دی .
حماس افغان