امام صاحب ولسوالۍ کي سخته جګړه روانه ده، له ۵۰۰ پوځیانو سره دمرکز اړيکه شلېدلې

دکندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کي دوسله والو طالبانو او دحکومتي پوځیانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

وروستي داسي راپورونه هم ورکړل شوي، چي دامام صاحب ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو نيولې ده.

دامام صاحب ولسوال امان الدین ویلي، چي له هغو ۵۰۰ عسکرو سره یې اړيکه شلېدلې، چي په دغې ولسوالۍ کي په جګړه بوخت دي.

نوموړي ویلي، چي دغه عسکر دامام صاحب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي له وسله والو مخالفینو سره په جګړو بوخت وو، چي اوس يې په اړه هیڅ معلومات نشته.

امان الدین ویلي، چي دکندز له چارواکو سره یې اړيکه نیولې، خو تراوسه هیڅ ډول مرسته نه ده ور رسېدلې.

نوموړي مخکي ویلي وو، چي د۲ زرو په شاوخوا کي وسله والو طالبانو په دغې ولسوالۍ برید کړی دی.

دامام صاحب ولسوالۍ دنیولو لپاره دطالبانو دغه جګړه په داسي مهال په شدت سره روانه ده، چي طالبانو دکندز ولایت پراخي سیمي اوددغه ولایت دمرکز اړوندي سیمي تر خپلي ولکي لاندي راوستلي دي.

دکندز چارواکو ویلي، چي دغه ولایت له سقوط سره مخ ده.

طالبانو ویلي، چي په امام صاحب کي یې یوه پوسته نیولې او په سیمه کي سخته جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو دکندز مرکز ته څېرمه ۶ ټانګونه او ۶ رنجر موټر نیولي دي او ددغه ولایت په بېلابېلو سیمو کي دټول ولایت دنیولو لپاره جګړې ادامه لري.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!