په هند او پاکستان کې لسګونه پولیس په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي

عزم(چهارشنبه، غوایي شپږمه، ۱۴۰۲): رسنیو ویلي چې په هند او پاکستان کې په وروستیو جګړو کې لسګونه پولیس وژل شوي دي.
هند په چاټيسګار ايالت کې د چاودنې له امله لس تنه پولیس او يو موټر چلوونکی وژل شوي دي. د هندوستان ټايمز ورځپاڼې خبر ورکوي چې دا پېښه د یاد ایالات په یوه جنوبي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هند پولیسو ویلي چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر څو پټنځآیونو عملیات وکړل چې د بېرته راتګ وروسته پر چاودونکو توکو وربرابر شوي دي.
پاکستاني پولیس وايي د یاد هیواد په سیند ایالت کې امنیتي ځواکونه له ترهګرو سره په یوه نښته کې شپږ پولیس وژل شوي دي.
پولیسو ویلي چې یاد شمېر امنیتي ځواکونه هغه وخت وژل شول چې له یو شمېر انسان تښتونکو سره په جګړه واوښتل. ویل کیږي چې دې وسله والو د یوه ځایي سوداګر زوی تښتولی و او په بدل کې یې له کورنۍ ډېری پیسې غوښتې وی.
پولیس وایي چې انسان تښتونکي او یرغمل کس په اړه لا مالومات نشته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button