کابل، وزیراکبرخان کي دبهرنیانو په مېلمستون ډله ييز برید بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تیره شپه شاوخو۱۱ بجې څلورو وسله والودکابل په تر ټولو مهمه سیمه وزیر اکبرخان کي دبهرنیانو په مېلمستون ډله ييز برید ترسره کړ، چي په ترڅ کي یې یوشمېر بهرنیان ټپیان او وژل شوي دي.
راپورونه وايي، چي لومړی یوه تن سرتیري بریدکونکي دحتیل مېلمستون په دروازه کي خپل موټر ته انفجار ورکړ، چي وروسته درې تنه سرتیري برید کونکي مېلمستون ته ننوتل او په بهرنیانو يې ډزي پيل کړې.
دکابل امنیتي چارواکو ویلي، چي ددوی وسله وال ځواکونه دبرید له پيليدلو وروسته سیمي ته ورسیدل او له بریدکونکو سره يې جګړه پيل کړه.
دکورنیو چارو وزارت ویلي، چي برید کونکي په هر ډول وسلو سمبال و و او تر ۶ ساعتونو پوري يې مقاومت کړی دی.
طالبانو ویلي، چي برید دوی کړی دی او په برید کي یې ګڼ شمېر بهرنیان وژلي دي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي په دغه مېلمستون کي به تر ۵۰ پوري بهرنیان اوسیدل، چي زیاتره یې ټپیان او وژل شوي دي، نوموړي دوژل شویو دقیقه شمېره نه ده ښودلې.
په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دوی شاوخوا د۲۰ چاودنو غږونه واوریدل او تر سهاره په سیمه کي سخته جګړه روانه وه.
ویل کیږي، چي په برید کي دهوټل زیاته برخه ويجاړه شوې ده.
طالبانو په ۲۰۰۹ کال کي هم په دغه هوټل او مېلمستون برید ترسره کړی وو، چي وروسته ددغه مېلمستون نوم ددې لپاره بدل او په ربانی سره ونومول شو، چي دطالبانو له بریدونو څخه خوندي شي.
درباني په نوم دغه هوټل درباني په کورنۍ پوري اړه لري او په بهرنیانو کي محبوبیت لري.
عادل خپلواک