په غور کي ۲۷۰ اربکیان او عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

دغور په دولینه او شهرک ولسوالیو کي ۲۷۰ تنه اربکیان او پولیس طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالبانوپه یوه بیان کي ویلي، چي دغور ولایت په دولینه ولسوالۍ کي داربکیانو مشهور قومندان نصرالله غارک له خپلو ۲۵۰ تنو وسله والو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.
طالبانو ویلي، چي دغو سیمه ييزو پولیسو له ځانونو سره وسلې او نور مهمات هم طالبانو ته ور وړي دي.
په بیان کي ویل شوي، چي ددغو اربکیانو په تسليميدلو سره يې ددولینه ولسوالۍ پراخي سیمي تر ولکې لاندي راغلي دي.
دغور په شهرک ولسوالۍ کي هم یومشهور قومندان له خپلو ۲۰ ملګرو سره طالبانو ته ورغلی او ورته تسلیم شوی دی.
طالبانو ویلي، چي قومندان صدیق چي مخکي يې په امنیه قومندانۍ کي دنده ترسره کوله له خپلو ۲۰ ملګرو ته تسليم شوی دی.
طالبانو ویلي، چي دغه ۲۷۰ تنه اربکیان او پولیس دجلب او جزب دکمیسیون او دسیمه ييزو طالبانوپه هڅو تسليم شوي دي اوژمني يې کړي دي، چي نور به له طالبانوسره هر ډول همکاري ته دوام ورکوي.
دا په داسي حال کي ده، چي تیره ورځ دکندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کي ۷۱ تنه اربکیان، ملي اردو او پولیس له درندو او سپکو وسلو او ۱۶ ټانګونو او موټرو سره طالبانو ته تسلیم شول.
تراوسه دغور چارواکو ددغو اربکیانو او پولیسو دتسليمیدلو په اړه څه ویلي نه دي.
عادل خپلواک