داوسني او کمونیستي رژیم مماثلت

ليکوال: موسی مهاجر
افغان مجاهد ولس په خپل غښتلي عزم نه یوازي ځان او خپل هیواد ته ازادي او خپلواکي ورکړې، بلکه دزمانې دفرعونيانو په ټکولو يې هرځلي نړۍ ته خپلواکي وربښلې ده، بلکه دنړۍ په ولسونوکي يې دازادۍ دجګړې او دخپلواکۍ روح پوکړی دی.
همدا افغانان وو، چي نړۍ يې له کمونيزم څخه خلاصه کړه، خو داچي سيکولرانو، لېبرالستانو او دډیموکراسۍ معتقدینو ددې په ځای چي دافغان مجاهد ولس داحسان منندوی شي، دهمدې احسان کونکي ملت کفران يې وکړ او له هغوی څخه دخپلواکۍ داخیستلو لپاره يې په افغانستان یرغل وکړ، خو لکه څنګه چي الله تعالی غوښتي وو، دکمونیزم په څېر يې دنورو عقائدو ګډولې ته هم دشهیدانو په وینو په پرې مينځل شوې خاوره کي ماته ورکړه.
په دغې لیکنه کي کوښښ شوی، چي په لنډ ډول داوسني رژیم او دکمونيستي رژیم ترمنځ دمماثلت او مشابهت نقطې په ګوته شي.
دکابل درژیم اوسنی وضعیت هغه دکمونيستانو درژیم دوروستیو کلونو وضعیت ته ورته دی او لومړي حالات يې دهغه رژیم له لومړيو حالاتو سره مشابهت لري او دا په جهاد کي نه ستړي کیدونکي افغان ولس ته ددې پيغام ورکوي، چي دا رژیم به هم دکمونيستي رژیم په پله ځي او هغسي به له منځه وړل کیږي.
له نظامي پلوه ورتوالی:
دتیر جهاد په مهال دجهادي مبارزې له امله دوخت رژیم ورځ تر بلي کمزوری کیدو او مجاهدین يې مخ په قوت روان وو، په هغو لومړیو کي دکمونيستي رژیم له ولکې دهیواد په بېلابېلو سیمو کي ځیني منطقې ووتلې او وروسته زیات شمېر ولسوالیو دمجاهدینو په لاس سقوط وکړ، دجهاد او مجاهدینو په پياوړي کېدلوسره دکمونیستي رژیم دعسکرو ځاني تلفات او مالي زیانونه هم ډیریدل، دشوروي پوځیان هم دومره وارخطا وو، چي نور دټینګي نه وو او سوکه سوکه يې له ځینو سیمو خپلي پوځي اډې ټولې کړې، چي بلآخره يې په ۱۹۸۹ کال کي له هیواده پښې سپکي کړې او شوروي اتحاد هغه کسان چي په شوروي یې دداسي دوست ګمان کړی وو، چي په بده ورځ کي به یې یوازي نه پرېږدي، دخپل ملت په مخ کي مختوري پرېښودل او دوی ورڅخه ولاړل.
دشوروي دپوځیانو وتل او دمجاهدینو پرمختګ وو، چي درژیم دعسکرو مورال يې ښکته کړ، درژیم په عسکرو کي نا امیدي خپره شوه، ويره يې په زړونو ګډه شوه او چي هر ځای به يې دکومي سیمي دله لاسه وتلو خبر اوریدو، نو په خپلي تيښتي به يې نور یقین پوخ شو، دهمدې نا امیدي په حالت کي ډیری عسکر له خپلو دندو په تېښته شول او په خپله مخه ولاړل، دوخت رژیم ددې توان له لاسه ورکړ، چي تعرضي بریدونه وکړي، بلکه په دفاعي حالت کي یې قرار ونیو او دنويمي لسیزي په پیلېدلو سره دوخت رژیم دولایتونو مرکزونو ته په ور ټوليدلو شو، وروسته یې دولایتونو مرکزونه هم يو په بل پسې له لاسه ورکول، چي بالاخره په ۱۹۹۲ کال کي کمونیستي رژیم پای ته ورسیدو.
اوسنی رژیم په نظامي ډګر کي لکه دکمونیستي رژیم تکرار چي وي، ورځ تر بلي کمزوری کیږي، له هغه لومړیو څخه يې پراخي سیمي له ولکې ووتلې، تر۷۰ سلني پوري دهیواد خاوره يې له لاسه په بشپړه توګه وتلې، دهیواد یوشمېر ولسوالیو په هغو لومړیو کي لاسقوط وکړ، په زیاتو ولسوالیو کي يې وجود دولسوالیو دودانیو تر چاردېوالي محصور دی، دمجاهدینو له پياوړي کېدلو سره درژیم دعسکرو ځاني او مالي زیانونه ډیر شوي دي، بهرني اشغالګر پوځیان دهیواد له نورو سیمو ټول شوي اوپه ځانګړو اډو کي يې ځانونه کلابند کړي دي، چي هلته هم تر سختو بریدونو لاندي دي اوهغه ورځ هم لري نه ده، چي خپل داخلی ګوډاګیان به دافغان مجاهد ولس په مخ کي مختوري پرېږدي، دجګړې له ډګره دبهرنیانو تر تيښتي وروسته دداخلي عسکرومورال ښکته شوی دی، داوسني رژیم په پوځیانو کي نا امیدي او ویره خپره ده، همداراز دخپلو پخوانیو لارویانو په څېر دوی هم دتيښتي لاره نیولې ده.
دتيري فروري په میاشت کي ځینو لويديځو رسنیو دامریکايي جنرالانو له قوله خبر ورکړ، چي تیر کال داجیري اردو ۳۰ زره عسکر تښتيدلي دي، سيګار دمارچ په میاشت کي وویل، چي د ۲۰۱۳ کال له سيپتمر څخه بیاد۲۰۱۴ کال تر سيپتمبر پوري د۴۰ زرو نومونه داجیري اردو له تشيکلاتو څخه وایستل شول، ځکه دا شمېره پوځیان موجود نه وو او دایې هم وویل، چي داجیري اردو شمېر خپلي تر ټولو ټيټي کچي ته رسېدلی دی، اودپولیسو شمېر هم نیمايي ته راښکته شوی دی، ځکه له هغو ۳ لکو کسانو څخه چي کارتونه اخیستي وو، اوس مهال يې شاوخوا یولک ۵۵ زره په خپلو دندو کي دي، دګوډاګي رژیم واک نور له ولسوالیو څخه په ټولېدلو دی او دهیواد په لر اوبر کي ولسولۍ په ولسوالیو پسې له لاسه ورکوي او سوکه سوکه به يې واک دولایتونو تر مرکزونو پوري محدود کیږي، چي وروسته به دولایتونو مرکزونه یو په بل پسې له لاسه ورکوي او په دې ډول به دغه اوسنی رژیم هم له منځه ځي.
له سیاسي پلوه ددواړو غلامو ادارو ورتوالی :
ددې حقیقت له مخي، چي اشغالګر تل په خپلو مستعمره هیوادونو کي هغه دټولني رذيلان، ښکته، سپک او احمقان دخپل لاس الې ګرځوي، روسیانو هم همداسي کړي وو، دکمونیستي رژیم په دوره او په ځانګړې توګه درژیم په وروستیو کي زیاتره نا اهله کسان په لوړو پوسټونو راغلل، آن دومره نا اهله کسان پکې وو، چي په اصطلاح ددوو خرو دانه يې نشوای سره جلا کولای، معیار یوازي روسیانو ته وفاداري او نږدېکت وو.
روسیانو دانګریزانو هغه مشهوره مقوله چي «په خپل منځ کي یې سره اخته کړئ او تاسو يې له اختلاف څخه خپله ګټه واخلئ» په افغانستان کي عملي کړه، روسیانو له هغه پیله خپل لاسپوڅي دیوه او بل په خلاف کارول او په وروستیو کي دکمونيستي رژیم په منځ کي اختلاف دومره ډیر شو، چي یوځل دغه اختلافات دوخت ددفاع دوزیر شهنواز تڼي دکودتا په ډول راڅرګند شول، دغه ناکامه کودتا چي د۱۹۹۰ کال دمارچ په میاشت کي وشوه، اصلي عوامل يې هغه اخلافات وو، چي درژیم په منځ کي راپیدا شوي وو او دغه اختلافات پیداکړي هم روسیانو وو، که څه هم تڼي تر کودتا وړاندي له حزب اسلامي سره اړیکې نيولې وې.
په دې برسېره دحفیظ الله امین او نور محمدترکی دکارمل او نجیب ترمنځ ، دنجیب او حسن شرق، دنجیب او تڼي ترمنځ اوپه دې برسېره دنورو چارواکو ترمنځ اختلافات او بې اعتمادي هغه اوج ته ورسيدله، چي دخارجي عواملوپه څنګ کي دهمدې اختلافاتو له امله کمونیستي رژیم سقوط وکړ.
په دې برسېره دکمونیستي رژیم مشرتابه دخپل رژیم په ځینو چارواکو واک نه درلود او درژیم دمشرتابه هیڅ اوامر په ځینو سیمو کي نه تطبیق کېدل، دکمونیستي رژیم دچارواکو واک دکی جی بي په لاس کي وو او هر مشر به یې دهغه بل په خلاف کاراوو او هر چارواکی به يې دخپلي خوښي سره سم کړنو ته هڅاوو.
دهیواد چاري دروسي چارواکو له لوري په مخ بیول کيدلې،پوځي اوسیاسي مشاورینو او دکی جی بي مامورینو او کارکونکو درژيم کارونه په مخ بیول او افغان چارواکي یوازي تش په نامه مشران وو.
په اوسني رژیم کي هم له هغه پیله چارواکي نا اهله او غیرمسلکي کسان دي او امریکا ته دنږدېکت په معیار وړاندي شوي دي او داوسني دوه سري او مخکني رژیم وزیران غربی فکر ځپلي، له خپلي ارادې څخه خالي او دجعلي اسنادو څښتنان دي او ددوی دنااهلي لپاره دابسنه کوي، چي هغوی هر وخت دپارلمان له لوري دډالرو په وسیله تائید شوي، ځکه خپل لیاقت يې نه وو او نشته، چي په مټ يې دپارلمان تائید ترلاسه کړی واي.
داوسني دوه سري رژیم داختلاف دا حال دی، چي یوازي دکابينې په جوړولو يې تر یوه کال زیات وخت ووت، دیوه رژیم دواړه مشران په بيل بیل ډول ځانونه ولسمشران ګڼي او هر یو یې په بیل ډول فرمانونه صادروي، دواړه دیوه او بل په ضد فعالیتونه ترسره کوي، له بهرنیو هیوادونو سره هر يو دبیل مشر په ډول اړیکي نیسي، که په یوه ولایت کي اشرف غنی ځان مشر ګڼي، په بل کي یې عبدالله ګڼي، وزارتونه يې سره تقسيم، ولایتونه یې سره تقسيم، ولسوالۍ يې سره تقسيم او هر څه یې ترمنځ ویشلي دي، داسي دی، لکه دوه هیوادونه ، دوه رژیمه، چي دوه بيل مشران ولري، آن چي کوم هیواد ته سفر کوي، دواړه مشران ددوو ولسمشرانو په ډول ځي، دمارچ په میاشت کي امریکا ته په سفر کي درژیم ددواړو مشرانو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو، اختلافات په دې کي وو، چي له هر یوه سره باید هغه ټول کسان وویني، چي له هغه بل سره ویني، آن په دې کي یې اختلاف درلود، چي باید دواړو ته په هوايي ډګر کي یو ډول مرسيډیز موټر ودرول شي.
دنیویارک ټائم ورځپاڼي تیره میاشت په یوه ګڼه کي لیکلي وو، چي دامریکاموخه همداوه، چي په افغانستان کي همداسي رژیم جوړ کړي، لکه اوس چي موجود دی، داوسني رژیم چارواکي دسي آی اې په لاس کي دی اودواړه مشران دبرقي نانزکو په څېر ګډوي او دیوه اوبل په ضد يې کاروي.
نور هم داوسني رژیم هر چارواکی دبل په ضد کارول کیږي او اختلافات سره لري، داوسني رژیم مشرتابه هم له پيله دخپل رژیم په ځینو چارواکو واک نه درلود او امریکایانو داسي فضا رامنځ ته کړې ده، چي ځیني کسان يې له هغه لومړیو څخه دجلا واکمن په ډول ساتلي دي.
داوسني رژيم چاري هم امریکايي چارواکي په مخ بیايي، پوځي او سیاسي مشاورین او دسي آی اې مامورین او کارکونکي ټول واک په خپل لاس کي لري او درژیم چارواکي دهغوی له اجازې پرته هيڅ ډول اقدام نشي کولای، یوازي درژیم داخلي چارواکي تش په نامه مشران دي.
په غلاوو کي هم ددواړو رژیمونو یو عجيب مشابهت:
کله چي دکمونیستي رژیم چارواکي په دې پوه شول، چي یوه ورځ به يې رژیم له منځه ځي، نو په غلاوو يې پیل وکړ او په میلیونونو ډالره يې بهر وایستل، په دې برسېره ګڼ چارواکي یې له پیسو سره بهرنیو هیوادونوته وتښتیدل.
اوسنی رژیم هم همداسي دی، ددغه رژیم دچارواکو خو لا له پیله دا باور وو، چي یوه ورځ به يې واک له منځه ځي او رژیم به يې ختمیږي، نوځکه یې له هغه پیله په غلاوو پيل وکړ، په ميلیاردونو ډالره يې غلا او بهر يې ايستلي دي، یوازي يې دماليې پخواني وزیر عمر زاخيلوال دنورو غلاووترڅنګ دماليې دوزارت په ترڅ کي تر نیم ميلیاردو زیات ډالر غلاکړي دي، دکابل بانک دغلاکیسه خو له هیچا پټه نه ده، ددفاع وزارت په قراردادونو کي غلاهم رسنیزه شوه، د دوبئ په هغه ښارګوټي کي چي په سمندر کي جوړ شوی او د جزر النخیل یعنی دخورما دوني دخاښونو په ډول جوړی شوی او دجزيرة النخیل په نوم سره یادیږي ۲۰ سلنه کورونه یوازي دکابل درژیم غلو چارواکو پکي اخيستي دي، ددغې جزيرې هر یو کور په ميليونونو ډالره ارزښت لري، دامریکا او اروپا په بانکونو کي یې په زیاته پیمانه پیسې ايښي دي، په دې برسېره ددوی له لاري امریکایانو خپلي زیاتي پيسې بیرته وایستلې.
التبه کومي غلاوي چي په اوسني رژيم کي وشوې، په هغه اندازه په کمونیستي کي رژیم کي نه وې، ځکه هغه مهال دومره پیسې نه وې راغلي، لکه اوس چي راغلي دي او بل دهغه رژيم چارواکي په لومړیو کي خپل رژیم ته ډیر ژمن وو، خو ددې رژیم چارواکو له لومړیو څخه په غلاوو پيل وکړ.
په ظلم او وحشت کي ددواړو رژیمونو تشبيه:
دکمونیستي رژیم له پیله چي کله افغانانو ورسره مخالفت او په خلاف يې خوځښت پیل کړ، رژیم له افغانانو څخه دزندانونو په ډکولو دخپل وحشت ښکارندويي وکړه او په زرګونو کسان يې بندیان او شکنجه کړل، خو کله چي د۱۹۷۹ په دسمبر کي کارمل واک ته ورسیدو، نوهغه څلور ورځي وروسته یعنی د۱۹۸۰ کال دجنورۍ په اوله نېټه دپلچرخي له زندان څخه شاوخوا۵ زره کسان او دهیواد له بېلابېلو زندانونو څخه يې په زرګونو زندانیان خوشي کړل، خو کال نه وو تیر شوی، چي دکمونیستي رژیم زندانونه بیرته ډک شول او له زندانیانوسره هغه ډول ظلمونه وشول، چي هغه ورسره وشول او په لسګونو زره زندانیان په شهادت ورسول شول.
دکابل اوسني رژیم هم هغه له پیله خپل زندانونه او هم بهرنیو اشغالګرو خپل زندانونه په افغانانو ډک کړل، په لسګونو زره زندانیان یې تر سختو شکنجو او ظلمونو لاندي ساتلي دي او هر ډول بشریت ضد ظلمونه یې ورسره وکړل او تراوسه یې په زیات شمېر کي زندانیان په شهادت رسولي دي او له څو میاشتو راهیسي ددې لپاره رژیم هڅي پيل کړي، چي دولایتونو زندانیان دباګرام زندان ته وليږدوي، ترڅو نه يې له حالته څوک خبر شي او نه يې دخوشي کيدلو امکان پيدا شي او په دې ترڅ کي زرګونه زندانیان ليږدول شوي هم دي.
دافغانانو په وژلو کي لکه څنګه چي روسیانو او دهغوی لاسپوڅو عسکرو صرفه نه کوله، همداسي وینو، چي امریکایانو او دهغوی لاسپوڅو په تیرو ۱۳ کلونو کي دافغانانو په وژلو هیڅ ډول صرفه نه ده کړې.
په ملېشو اتکا:
کمونیستي رژیم دافغان ولس په ضد او دخپلو مورال باييلو پوځیانو دمرستي او دهغوی دتلفاتو دکمېدلو په موخه له ملېشو څخه کار اخیست، مشهوري ملېشې چي اوس يې هم دظلمونو یاد تازه دی دګلم جم ملېشې وې، چي دهیوادبېلابېلو سیمو ته به دعملیاتو، دافغانانو دوژلو، دهغوی دکورونو، مالونو او ناموس دلوټلو لپاره وړل کیدل، همداراز دبابه جان او کیاني ملېشې وې چي له هيڅ ډول ظلم څخه يې مخ نه ګرځاوو، په دې برسېره په کندهار کي دجبار ملېشه وه، چي دمجاهدینو په ضد کار ورڅخه اخیستل کیدو.
اوسنی رژيم هم تر ډیره خپله اتکا په خپلسرو ملېشو کوي، امریکايي جنرال ډيويډ پيټرائيس په ۲۰۱۰ کال کي داربکیانو په نوم ملېشې جوړي کړې، چي کړه وړه يې ګلم جمیانو ته ورته دي، کله چي له دغو ملېشو څخه دهغوی دکړنو له امله په ولس کي نفرت زیات شو، نو دوه کاله وروسته یې دپاڅون په نوم ملېشې جوړي کړې، دروان کال په لومړیو کي عیني ګلم جمي ملېشې يوځل بیاپه نوي وحشتناک نوم «مرګ» ترتیب او راپورته کړای شوې، چي په هغو لومړیو کي یې ددوی داعلان سره سم شمېر ۵زروتنو ته رسیدو، درواني میاشتي په لومړیو کي دهیواد په شمال په بلخ ولایت کي دقومي پولیسو په نوم دملېشو نوی ډول ترتیب اوپه جوړولو يې کار پيل شو، چي په ځینو سیمو کي يې په فعالیت پيل وکړ، دا دی اوس بیا دپخوانیو جنګسالارانو اړوندو وسله والو ته دوسلو دورکولو بهیر پيل شو، هغه وسله وال چي په تیرو کلونو کي ورڅخه وسلې ټولي او دامریکایانو له لوري اوبه شوې.
داوسني ګوډاګي رژیم تشبیه له پروني ګوډاګي رژیم سره افغانانو ته ددې زیری ورکوي، چي دا رژیم به هم دکمونیستي رژیم په څېر له منځه ځي او مجرمین به دعدالت میز ته را کاږل کیږي.
خو یو څه چي دافغانانو ذهن يې په تشویش کي اچولی هغه دادی، چي هغوی فکر کوي، چي ایا دبهرنیو اشغالګرو تر بشړ وتلو او ددغه رژیم له سقوط وروسته به تیري تجربې تکرار شي؟ خو ددې ځواب ډیر روښانه دی، دتیر جهاد په مهال مجاهدین په یوشمېر ډلو ټپلو ویشل شوي وو او ددې په څنګ کي یې ترخپل منځ سخت رقابتونه موجود وو، کله چي کمونیستي رژیم سقوط وکړ، هري ډلي دواک له دې خلا څخه یوازي دځان لپاره دګټي اخیستني فکر کاوو او آن ځینو جهادي ډلو له خپلو دښمنانو سره دیوه اوبل په مقابل کي لاس سره یو کړاو هغه وو، چي هغه څه رامنځ ته شول، چي افغانان يې له بیاتکرار څخه په ویره کي دي، دوهم مهم څیز هغه مهال داوو، چي ناټو او په ځانګړې توګه امریکا چي هغه مهال یې له مجاهدینوسره مرستي کولې او له همدې لاري يې په ځینو جهادي ډلو کي نفوذ کړی وو، نه غوښتل، چي په افغانستان کي یو اسلامي حکومت رامنځ ته شي او په دسيسو او چل او چالاکي يې داسلامي نظام مخه په داسي ډول ونیوله، چي هم اسلامي نظام حاکم نه شو او هم دداخلي جګړو له امله هیواد زیات زیانونه ولیدل او هم په دې ډول کوښښ وشو، چي جهاد بې ارزښته او بې ثمرې وښيي، خو جهاد بې ثمرې نه شو، لیکن داسلامي نظام دحاکمیت مخه ونیول شوه.
خو اوس مهال الحمدلله په مجاهدینو کي ډلي ټپلي نشته، یو صف دی، یو امیر دی، یو فکر دی او یوه لاره ده، که څه هم امریکایان کوښښ کوي، چي په یوه اوبل نوم ډلي رامنځ ته کړي او ددې لپاره یې په سلګونو ميليونه ډالره لګولي، خو پرې بريالي به نشي او په اوس کي بل مهم څیز دا دی، چي روان جهاد دچا دمرستو په هغه ډول مرهون نه دی، لکه تیر جهاد چي وو، چي له همدې امله په مجاهدینو کي دپردیو دنفوذ مخه نیول شوې ده او بل ډیر مهم څیز دادی، چي دروان جهادي بهیر سنګر ساتونکي دعلم په ګېڼه سمبال دي او تر بل هرڅه خپل هدف ته چي داسلامي نظام حاکمیت دی ژمن دي.