کینیایي ځوان : داوباما په لور (مالیا) باندي دزړه له تله مین یم

دکینیا هیواد یو تن مدافع وکیل  یوې کینیایۍ ورځپاڼي ته دخپلي میني په اړه څرګندوني کړي دي
دغه ځوان چې فلیکس کیپرونو نومیږي ویلي دي چې یواځنۍ هیله او ارزو یې داوباما له ۱۶ کلني لور سره واده کول دي

نوموړي ددغه خیالي واده ولور هم پخپله ټاکلی دی او وایي چې په ولور کې  ۵۰ غوایانو ۷۰ پسونو او ۳۰ بزو ورکولو ته حاضر دی

فلیکس وایي چې دخپلي میني په اړه یې له خپلي کورنۍ سره هم بحث کړی دی او هغوی هم ورسره دمرستي ژمنه کړې ده

فلیکس دغه راز دهغوخلګو اندېښنې هم ځواب کړي دي چې وایي زه (فلیکس) به دپيسو او شهرت تږی یم دی ټینګار کوي چې له مالیا سره مینه مي په حقیقي بڼه ده

په مالیا مین دغه کس وایي په ۲۰۰۸ کال کې یې داوباما له لور سره مینه پيدا شوې ده

دغه کینیایی ځوان اوس مهال اوباما ته دیولیک په لیکلو بوخت دی او تمه لري چې داهیله دامریکایي  سفارت له لاري ولسمشر اوباما ته ورسیږي

دمالیا په مینه کې غرق دغه ځوان وایي چې ډېر ساده ژوند لري او غواړي چې مالیا ته دغوا دلوشلو ترڅنګ په کینیا کې ترسره کېدونکي نور کارونه هم ور زده کړي

نوموړی په داسي حال کې دخپلي میني اظهار کوي چې د ۲۰۱۴ کال په وروستۍ میاشت کې امریکایي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې مالیا په نامشروعه توګه بلاربه شوې ده هغه مهال دمالیا مور (میشل اوباما) ویلي وو  چې لور يې د دوی د پلان پر خلاف کار کړی، خو ددې ټولو ستونزو سربېره بيا هم د خوښۍ ځای دا دی، چې سپينه ماڼۍ کې ۱۹۸۴م کال راهيسې ماشوم نه و پيدا شوی.

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button