عمران خان له حکومت سره د بېړنیو خبرو غوښتنه وکړه

 عزم(شنبه، د غبرګولي شپږمه، ۱۴۰۲): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د جمعې په ورځ د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر مشرانو له نیول کېدو او وتلو وروسته له حکومتي چارواکو سره د بېړنیو خبرو غوښتنه وکړه.
خان په یوټیوب کې د خپلې وینا په ژوندۍ خپرونه کې وویل: غواړم د خبرو اترو لپاره له حکومت سره کېنم. هغه څه چې اوس روان دي،ښه نه دي او نه دا حلاره کېدای شي.
خان پر امریکا تور ولګاوه چې تېر کال یې د صدراعظمۍ له مسنده کوز کړ، له حکومت سره یې لاس یو کړی و او زما پر ضد یوه لویه دسیسه جوړه شوه. نوموړي پرون پر اوسني دولت سخت انتقادونه کړي.
د خان تر نیول کېدو ورسته د نوموړي ګڼ شمېر پلویان لویو لارو ته راوتلل، پر عامه بېخبناوو یې یرغل یووړ، عامه شتمنیو او پوځي تاسیساتو ته یې اور ورته کړ. دا د دې لامل شو چې د تحریک انصاف يو زيات شمېر مشران ونيول شي او بيا له ګوند څخه استعفا وکړي.
خان د جمعې په ورځ په خپله وینا کې وویل چې پلویانو او د ګوند د سر خلکو یې د حکومت د پر له پسې ځور او فشار په پای کې دې ته اړ شول چې اسغفاګانې ورکړي. خان د دې اونۍ په پیل کې وویل چې هغه به د خبرو اترو لپاره یوه کمیټه جوړه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button