د سربیا ولسمشر خپل پوځ ته د تیارسئ امر کړی دی

عزم(شنبه، د غبرګولي شپږمه، ۱۴۰۲): د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ د خپل هېواد پوځ ته وروسته له هغې د تیارسئ امر وکړ، چې یوشمېر لاریون کوونکو پر کاسوو ښار یرغل وکړ. په یادو لاریون کوونکو کې ډېری هغوی یې سربیان دي. ویل کیږي چې پولیس د دوی په کنټرول کې پاتې راغلل او له پولیسو سره په اخ او ډب اخته شول.
د سربیا ولسمشر وچیچ پرون جمعه په هغه وینا کې چې له تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل، د پوځ ځینو قطعاتو ته امر شوی چې د کاسوو د سرحد پر لوري وخوځېږي. هغه ویلي، دا څرګنده ده چې په کاسوو کې د سرب وګړو په وړاندې ترور روان دی.
د کاسوو په زیوچان ښارګوټي کې لاریونوال هغه وخت فزیکي چلن ته اړ شول کله چې لاریون کوونکو د یوه تن البانیايي کس ښاروالۍ ته د داخلېدو مخه نیوله. د رآپورونو له مخې یاد البانیایی ټبری تازه د کاسوو ښار ښاروال ټاکل شوی.