ایلن ماسک: د ازمېښت لپاره د انسان په مغزو کې کمپیوټري چیپونه نصبوو

عزم(شنبه، د غبرګولي شپږمه، ۱۴۰۲): د ایلن ماسک په مشرۍ نیورالینک شرکت وایي، د امریکا د خوړو او درملو ادارې اجازه ورکړې چې د کلینیکي تجربې په ډول د انسان په مغزو کې کمپیوټري چېپ نصب کړي.
شرکت دا یو لوی ګام بللی او ویلې یې دي چې له دې لارې به د انسان د مغزو او کمپيوټر ترمنځ مستقیمه اړیکه رامنځته شي.
نیورالینک شرکت ویلي چې په تجربو کې د برخې اخیستو لپاره نوم لیکنه لا نه ده اعلان شوې، خو په اړه به یې نور جزئیات ژر شریک شي.
د انسان په مغزو کې نصب کېدونکی چېپ به د انساني مغزو پيغامونه لولي او له بڼې بدلولو وروسته به یې کمپيوټر ته انتقالوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button