څو ټکي د شعر په هکله

فاروق فردا
ددې زمانې شعر د افلاتون او ارسطو په وخت که نه ویل کېږي، له افلاتون او ارستو څخه تر ننه دنیا څومره بدلون موندلې ده ، شعر هم په نړۍ کې بدلون موندلی دی . اوسنې شعر د هایینه او هومر د وخت شعر هم نه دی. حتی نژدي د لیف تولستوی د ( هنر څه شی دی) هنري بحثونه هم نشی کولای شعر پخپلو اندېښنو کې ښکیل وساتي.
مقفی یا قافیه لرونکی شعر د وزن،قافیې او ردیف ترڅنګه نورې توکې یې خپل کړي دا دتعریفونو او پيژندنو زېږنده نده، دا پخپله د پوړیو په پوړیو کې د شعر د لوېدنو،پورته کېدنو یا پرځېدنو او ودرېدنو زېږنده ده او شعر په دې پوړیو کې ښکلي ، د ښکلاپېژندنې له چاپېریاله ټاکلي او د خپلې هستۍ د پایښت او اکمال پر شملې يې ټومبلي دي.
نوی شعر، سره د ټول کیف و کانه سره ددی بحث موضوع نده، خبره په پر مقفی یا قافیه لرنکي شعر او په ځانګړي توګه پر غزل دی.هغه څه چې غزل له نوي شعره جلا کوي یوازې قافیه او ردیف او روي دی. د شعر نوري توکي چې دوستان پرې پوره وقوف لري په ټولو شعرونو کې مشترک دي.
غزل په پښتو او فارسي کې د شعر وارداتي فورم دی ولې په پښتو کې دومره مینه وال لري چې حتی د پښتو بنسټيز وزنونه یې هم تر اغېزې لاندې نیولي دي او دا پښتو شعر ته که دغز ېه والی ښيي د نګه وزنونو د ياد او پراتيا ته لوی زیان دی.
په هر حال ، غزل په پښتو شعر کې، دې مرحلې ته رسېدلی دی چې ، وزن د سېلابونو او هجا ګانو تر برابريو ها خوا نورې توکې هم لري چې له بده مرغه يونيم ته لا همهغه دسېلابونو برابرښت معيار دی او بس۔ . اوس اوس د سېلابونو او هجاګانو انډولونه د وزن د پاره کفایت نه کوي، خو دا خبره د یو شمېر غزلبوله آشنایانو له پامه لېرې ساتله شوې ده۔چا لېرې ساتلې ?نه پوهېږم۔
په ټول شعر او هم په غزل کې هره کلمه خپل ماموریت لري، تردې سربېره د کلماتو څنګ تر څنګ کول،د یوه بېت په پاس او لاندې مصراعو کې د کلماتو ټاکل د هجاګانو تر انډول خورا اهمه خبره ده چې ما ورته په نورو مشورو کې اشارې کړي دي او دې لنډه لیکنه کې یې ځای نه وینم یوازې غواړم د ناظمو انډیوالانو پام ورته واړووم او داخبره ورزیاته کړم چې کېدای شي دهجاګانو انډول مساوي نه وي خو که کلمات مناسب انتخاب شي نه یوازې د مصراع وزن تکمیلوي بل که شعر ته موسیقیت هم وربخښي. موسقیت د شعر مهم توکی دی او دا مې په دې خاطر ولیکل چې کله کله داسې مصراعوې هم تر سترګو کېږي چې تر یوې نثري جملې ها خوا هیڅ شعري ارزښت نه لري.
پښتو شاعران دې خوشحاله وي چې، پښتو شعر په عروضي وزنونو نه تقطیع کېږي. که چېرې تر موږه پخوانیو نسلونو دا ساده انګېرنه نه وای مروجه کړې، نن به شعر له ساده انګاریو سره مخ نه وای.هر شاعر به مکلف وای چې لومړی عروض زده کړي وای او بیا يې شعر ويلی واي دا نو د پيل حوصله غواړي چې حتی مولانا ورنه په طنزي ژبه شکايت کوي. په پښتو کې استاد عبدالشکور رشاد ُ استاد عبدالله بختانی او یو یا دوه نور پښتانه شاعران پر عروض تسلط درلودل او هغه یې آزموییلي هم دي.
په پښتو شعر کې د عروضو مخنیوی، ددی سبب شوی دی چې یو شمېر قلم را آخلی او لا ناظم شوی نه وي چې بیا د کتاب د چاپولو پسې اړم وي,دوی د شعر ريښو ته تسکورونه راخيستي او وباسي يې۔
په هر حال عرض مې دادی چې که چېرې سبا د یوې ژبې شعر د همدغسې بې موسیقی، او له نورو توکو خالي خپرېږي او شعر د همطرازو او سیالو ژبو د شعر سره د سیالۍ له کاروانه ولېږي،ګناه به یې د همدې کسانو پر غاړه وي.
پښتانه وايي چې اول یې زده کړه با کوژده کړه. پخواني دې خدای وبخښي هغوې تللي دي، ولې د شعر ځوان پېر ته مې مشوره مې داده چې کولای شي د خپلو کمښتونو د تکمیل د پاره اقدام وکړي،د خپلو مخکښو شاعرانو څخه یې زده کړي. موږ دم ګړۍ غني هاشمي او کمال الدین مستان لرو. دا هغه دوه شعري سټي دي چې تل به دشعر ویاړ وي،دا د شعر هغه هسکې شملې دي او داسې ځلېږي چې رڼاوې یې له ورایه ورایه زړونه او سترګې روښانوي، ځوان پېر دې دې دواړو ته ګوړه کېږدي او ددوې شاګردۍ ته ګونډه ووهي. هغوې چې په رښتیا غواړي د هېواد مطرح شاعران شي، هڅه دې وکړي چې د هاشمي او مستان وختونه دې حتی په بیه واخلي او ځانونه د دوې له فیضه بهره مند کړي. دا مشوره په دې خاطر پر اړمنو شاعرانو ناظمانو لورووم چې ما پخپله له دوې څخه زیاته استفاده کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button