په جاپان کې یوه کس په چاقو دوې ښځې او دوه پولیس وژلي

عزم(شنبه، د غبرګولي شپږمه، ۱۴۰۲): د جاپاني رسنیو له قوله چې د یاد هیواد په نکانو سیمه کې یوه کس د ډزو او چاقو په وسیله دوې ښځې او دوه پولیس وژلي دي.
ویل کېږي یوه کس چې پر مېرمنو یې د چاقو برید کړی ؤ، د پولیسو په ور رسېدو یې ډزې کړي چې له امله دوه پولیس هم وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او په یوه کور کې یې ځان پټ کړی ؤ، چې وروسته د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
په جاپان کې که د ډزو او وژنو د کمو پېښو له امله، دې پېښې خلکو ته ټکان ورکړی او په اړه یې خلک مایوسه شوي دي.