امريکا همجنس پرستانو ته د واده کولو اجازه ورکړه

6080137063_3e6c91ee8b_o-660x330

واشنګټن(عزم: شنبه ۶ چنګاښ٩٤)

د امريکا د سترې محمکې د يوې پرېکړې له مخې اوس همجنس پرستان کولای شي چې یو له بل سره واده وکړي.
د امريکا دسترې محکمې يوه غونډه چې د سترې محکمې ۹ لويو قاضيانو په کې ګډون درلود دهمدې موضوع له پاره جوړه شوې وه چې ۵ قاضيان د يادې موضوع په حق کې او ۴ يې په مخالفت کې وو چې له امله يې پريکړه د ۵ قاضيانو په رايو وشوه.
د يوه برتانوي خبري اژانس د راپور له مخې د امريکا سترې محمکې د دغې پرېکړې په اړه ويلي چې د امريکا اساسي قانون اوس همجنس پرستانو ته د واده کولو اجازه ورکړه او دا يې د همجنس پرستانو په تاريخ کې لويه لاسته راوړنه ګڼلې.

د ا مريکا ولسمشر بارک اوباما د جون په ۲۶ مه نېټه په خپل ټويټر کې ليکلي چې دمساوات په اړه ددوی دغه کارنامه ستره لاسته راوړنه ده او ليکلي یې دي چې اوس کولای شي چې نارينه له نارينه او ښځينه له ښځينه سره واده وکړي او بې له کومې ویرې جنسي اړيکې ولري.

د يادونې وړ ده چې د ديموکراسۍ د اصولو له مخې په ټولنه کې نارينه او ښځينه يو برابر حقوق لري خو د اسلام مقدس دين نارينه ته خپل او ښځينه ته خپل حقوق ورکړي دي او د اسلام په مقدس دين کې له همجنس سره واده کول د اسلام له اصولو سره بشپړ په ټکر کې او ناروا عمل دی.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button