د ښاغلي چينار ټکور دوه غزلونه

69502_948

ستړی نه یمه؛ خمار سیوري ته ناست یم
انقلابه، بس تیار سیـــوري ته ناست یم.

څه په مینه؛ د ګودر په ړنګه غــــــاړه
بختور یم؛ د چنار ســــیوري ته ناست یم.

څو ګېلې خو را سره دي؛ لکه اوښکې
وخت وهلی یم؛ بیمار سیوري ته ناست یم.

فریادونه او غـــــــــمونه پنډې ـ پنډې
دژوندون په ستړې لار سیوري ته ناست یم.

عشقه؛ اوس خو به دې هېله وي ترسره
د سرونو د مینار ســـــیوري ته ناست یم.

د منصور په قدمونو مې پښې ایښې
لاس تړلی اوس؛ ددار سیوري ته ناست یم.

خدازده؛ مړ او که ژوندی به وې جانــانه
خو”ټکور” دې انتظار سیوري ته ناست یم.!

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

غزل

دزړه حجره کې مسافرویده شو
دجانان غم دی زورورویده شو

یتیم ماشوم نن مزدوري ونه کړه
کورکې یي هیڅ نه وو نهرویده شو

دغه سړی له وخته ډېرګیله من
په هدیره کې مرورویده شو

بیابه نوکله هیڅوک ویښ پاتي شي
که سریې پټ کړ اودلبر ویده شو

دومره خاموشه زندګي ولي شوه
سهارمومړدی مازدیګرویده شو

خدایه! مننه به دي ډېره کوم
که دي ټکورکړمه پرهرویده شو

خپروونکی: عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button