ظالمه څه نخرې دې وکړې!

US-Army

ليکوال: اسامه وزيروال

په افغانستان کې د صلیبي تاړاکګرو خلاف جګړه څه لنډ ـ تنګ تاریخ نلري، کابو یوه نیمه لسیزه وشوه چې دلته د نړۍ ښکرور راغلي، په ډېره سپین سترګۍ سره یې د افغانستان اسلامي امارت ته اوبه ور خړې کړې او په ګران اسلامي هېواد یې یرغل راوړ.

د یرغل په موده کې یې افغان مسلمان ولس یوه نیمه لسیزه وځوراوه، شتمنۍ یې ترې د ابادۍ پر نوم چور ـ تالان کړې، عصمتونه یې د حقوق زنان پر نوم تار ـ تار کړل او انسانیت یې پر سپیو باندې وداړه.

د صلیبي تاړاک کبر او غرور د یو څو چاود پوندو او ګګر سرو له لورې د خاورو سره خاورې شو.

خړ ـ خړ ټانکونه یې د ژیړو پلاستیکي بوشکو په زور، فضاء ته پورته کړای شول او د مجهزو پوځیانو کریکې یې لکه د قوم لوط، په آسمان کې واورېدل شوې.

امریکایانو د جګړې په دوران کې د طالبانو پر خلاف ټولې هغه فکري حربې استعمال کړې چې لامله یې فکرونه منحرف کیږي او منظم صفونه ټوټه ـ ټوټه کیږي.

د حقاني شبکې او د تورې بوړې جهادي محاذ نومونه جدا ـ جدا کارول او ډېری بریالي عملیات یې د دوی په ځانګړو نومونو یادول؛ هدف یې دا وو چې په کلیوالو سیمو کې طالبانو ترمنځ د دلګیو په سطحه تربګنۍ وزېږوي، تنکي زلمکیان او مجاهدین پخپلو کې سره واچوي او دوی ورته د سیالګرو په توګه پر لوړه غونډۍ کېنې.

مقاومت کال پر کال زیاتېده او د طالبانو صفونه لا زیات غښتلې کیدل، د نفاق هېڅ څرک نه لګیده او هر مجاهد د اتفاق لپاره کوښښ کاوه؛ په دې وروستیو کې داسې هم ولېدل شول چې دوه هغه دلګي مشران، د وروستي کال د وروستیو بریالیو فتوحاتو پر امید، سره یو شول چې ترمنځ یې بېحده تاؤ تریخوالي شتون درلود، ترڅو په متفقه توګه بریدونه پیل او سیمه د غرب له لاسپوڅو څخه تخلیه کړي خو؛

د بده مرغه چې ټولې هېلې مو د دې کال لپاره ناهېلې پاتې شوې او ډېری تکړه او مخلص ملګري سخت مایوس شول؛ داسې فکر یې درلود چې څنګه د هغه چا پر خلاف وسله پورته کړم چې دیارلس کاله مې د سنګر یار و.

څنګه د هغه چا پر خلاف را پورته شم، او پر خلاف یې سنګر ونېسم چې دیارلس کاله یې پر امر، د صلیب ککرۍ الوځول شوي او مغرورې تنې یې ورته په وینو کې لت ـ پت کړي.

همداسې یو مایوسه ملګري راته کیسه کوله؛ هغه مهال په کلي کې چا د طالب نوم نشو اخېستلی، موږ به د شپې د ډېوې رڼا ته ناست وو او پټ ـ پټ به مو بمان جوړول.

په سبا شپه به ووتو؛ نه به را سره ټوپک وو او نه کلاشینکوف، یو ملګري به بم له ځانه سره اخېستی و او د بل سره به تفنګچه وه، د شپې په تیاره کې به مو بم خښ کړ او بیا به مو چې له څو ورځو انتظار وروسته، د صلیبیانو پر کومو اجل نیولو عسکرو ټانک انفجار کړ، له خوښۍ څخه به په جامو کې نه ځایدو او بیا ـ بیا به مو یو او بل ته مبارکیانې ورکولې.

نن هماغه یار هلته ګوته په ماشه راته ولاړ دی، زه ورته مرتد ښکارم او دی مې پر وژلو ځان غازي ګڼي.

امریکایانو ته دا مهمه نه ده چې داعش مري که طالب؛ افغان مري که باغوان فقط چې مسلمان مري دوی ورته چکچکې وهي او خوبونه یې تعبیر اخلي.

د داعشیانو او طالبانو په جنګ کې د عزم، میړانې او شجاعت هغه هسک مینارونه را ونړېدل چې صلیبیانو یې پر سر بلا ډالرې ورکولې، اما خیرات دې وشه خو د مړو په اروا دې مه شه کیسه را وشوه.

د مېړانې څلي مو  یو پر بل پسې ونړېدل، په داسې توګه چې تاوان یې زموږ او ګټه یې د صلیب شوه؛ په نړۍ کې یو ـ یو مجاهد په نښه کیږي او د وژلو لپاره یې خورا درانده مصارف تحمل کیږي، تبلیغیان څوک نه بمباردوي، په خانقاؤو کې ناست پیران او راهبان څوک نه چېړې، د روژې په مبارکه میاشت کې د خپل ژوند د ښېرازۍ او کافر د بربادۍ دعاګوی څوک نه وژني؛ بلکې هغه څوک د شپې په توره تیاره او تور دغل کې هم وژل کېږي، څوک چې د جهاد نوم اخلي او جهاد د محکومو مسلمانو ملتونو لپاره د خلاصون یواځنی حل ګڼي.

هغه څوک چې د شپې او ورځې خوبونه یې پر ځان حرام کړي څنګه کولای چې له خلافت څخه منکر او باغي او مبارزه یې بې هدفه شي  ؟!

څنګه به ضمیر ته قناعت ورکړي چې د هغه څه لپاره یې چې یوه نیمه لسیزه مبارزه کړې، ترې منحرف شې ؟!

هیڅکله او هیڅ وخت نه؛ البته د خلافت د احیاء لپاره فکري پوهاوی مهم دی، او د مجاهدینو له وژلو څخه اجتناب. هله به ته د خلافت کاروان مخته بیایې.

موږ که د ابراهیم عواد البغدادي خلافت ته ځغلنده نظر وکړو، تر اوسه یې له سل ـ دوه سوه شیعګانو پرته ټول مجاهدین شهیدان کړي، هغه مجاهدین چې پر وژلو یې امریکایانو د آرام ساه واخېسته او پر خلاف یې روان جهادي بهیر خورا ټکنی شو.

که د بغدادي لښکریانو په سوریا کې مداخله نه وای کړې؛ د سوریا ولس به اوس په اسلامي ازادۍ کې ساه اخېسته او د سوریا مجاهدین به د عراق جهاد ته وزګار ول.

د جبهة النصرې مجاهدینو په چیغو ـ چیغو وژړل چې د خدای لپاره دلته مداخله مه کوئ، موږ بشار په ګونډو کړی او چې څنګه مو څملاوه؛ بېرته ستاسو مرستې ته در دانګو، عراق او افغانستان دواړه ازادؤو او د ګډ خلافت اعلان کوو خو؛

بدبختانه چې شیخ بېړه وکړه او د نړۍ مجاهدین یې د پسماندګۍ هاغې کندې ته وغورځول چې راختل به یې کلونه ـ کلونه  وخت واخلي.!

فتدبروا یا اولي الابصار

د مجاهدینو د اتحاد او نړیوال خلافت د قیام په هیله!

يادونه:هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دی د عزم توافق ورسره شرط نه دی،عزم يوازې اسلامي او ملي مقدساتو ته زيان رسوونکي مطالب او ليکنې نه خپروي.تاسو هم کولای شئ چې موږ ته خپلې لېکني د  اړيکې  له لارې راولېږئ.
دعزم اداره

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button