د روژې لسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول الهی کتابونه په روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی نازل سوي دي ؛ پر موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داؤد (ع) باندی زبور د روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع) باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص) باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل سوی دی چی د وروستۍ لسیزی یوه طاقه شپه ده . او دا هم لسمه تحفه . ستاسو ځوابونو ته سترګی په لاره ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 

پوښتنی :

۱ ـ د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له خوا راغونډ سوی قرآن څه نومېدئ ؟

۲ ـ د قرآن مجید تر ټولو اول کتابت په کوم رسم الخط وسو ؟

۳ ـ د قرآن مجید څو سورتونه د حیواناتو په نوم دي ؟ او کوم حیوانات ؟

۴ ـ په کومو دوو سورتونو کی ویل سوي دي چی رسول الله (ص) جبرایل (ع) لیدلی دی ؟

۵ ـ پر پیغمبر علیه السلام باندی ټوله څو کاله وحی نازلېدې ؟

۶ ـ که د روژه لرونکي حلق ته د باران اوبه دننه سی نو ؟

الف : روژه یې مکروه کیږی ؛

ب : ماتیږی او قضایی باید ونیسي ؛

ج : ماتیږی، قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛

د : روژه یې نه ماتیږی .

۷ ـ که د روژه نیونکي خولې ته واوره یا د یخي ټوټه دننه سی نو ؟

الف : روژه نه ماتیږی ؛

ب : صرف مکروه کیږی ؛

ج : ماتیږی ، قضایی او کفاره دواړه لری ؛

د : ماتیږی او صرف قضایی لری .

۸ ـ په جنت کی به د جنتیانو عمر څومره وی ؟

الف : ۲۵ کاله ؛

ب : دیرش یا پنځه دیرش کاله ؛

ج : اته ویشت یا دیرش کاله ؛

د : څلویښت کاله .

۹ ـ چا د اوښ لرئ د پیغمبر علیه السلام له سره ایسته کړ ؟

الف : فاطمې (رض) ؛

ب : عبدالله بن مسعود (رض) ؛

ج : ابوبکر صدیق (رض) ؛

د : حضرت علی (رض) .

۱۰ ـ په اسلام کی لومړنۍ شهیده ښځه سمیه (رض) چا شهیده کړه ؟

الف : د ابوجهل له خوا ؛

ب : د ابو لهب له خوا ؛

ج : د عاص بن واثل ثقفی له خوا ؛

د : د عبدالله بن ابی له خوا .

او دا هم د نن زرین اصل : د انسان ماضی که د هر څومره ګناهونو څخه ډکه وی ، آینده خو یې همدا اوس باالکل پاکه ده . نو الله توبه ډیره خوښوي !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button