شيخ عبدالرحيم مسلم دوست د شخصيت وژنې ناکامه هڅه

ليکوال : عبدالله حقپال
په دې ورستيو کې د ننګرهار په يوشمېر سرحدي سيمو کې د امارت او خلافت د مجاهدينو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې چې په پايله کې د سپين غر په لمنه کې پرتې یوشمیر سيمې د خلافت تر ولکې لاندې راغلې ، يادې جګړې نه يوازې دا چې د امارت او خلافت د وسله والو ترمنځ فزيکي شخړې توندې او څپانده کړې بلکې د دې دواړو جهادي حرکتونو د پلويانو تر منځ يې فکري جګړې ته هم لاره هواره کړه ، همدا وجه ده چې اوس د دواړو لوريو پلويان او خواخوږي د يو بل په خلاف له غلو نه ډکې ليکنې کوي ، دا ليکنې کله کله د سختې کينې او کرکې په وجه په سختو تهمتونو ، افتراتو او درواغو باندې بناء وي ، د همداسې غالي ليکنو په ليکه کې يوه ليکنه هم د عزم ويب پاڼې تر دې عنوان لاندې نشر کړې : (ISI , CIA ،ملي امنيت او داعش د طالبانو په وړاندې په يوه کرښه کې ) دا ليکنه د يو ناڅرګند او مجهول ليکوال له خوا ليکل شوې چې ډېره پرېړه بې خونده او محضې په درواغو او تهمتونو ولاړه ده ، ليکوال د خپلې ليکنې له پيله د حقايقو د مسخه کولو شيطاني هاند او د ستر ديني عالم او نوميالي مجاهد شيخ عبدالرحيم مسلم دوست د شخصيت وژنې ناکامه هڅه کړې ، ليکوال د خپلې کينې ، تعصب او کذب له مخې د شيخ مسلم دوست په زامنو دا تور پورې کړی چې دوی به له اسلام اباد نه د سټلايټ هغه موډيمونه چې د نيټ لپاره ترې کار اخستل کېده شمالي وزيرستان ته وړل او هلته به د القاعدې مشرانو هغه کارول او له دې لارې به يې بې پيلوټه الوتکو ته د بريدونو لپاره هدفونه په نښه کول ، نوموړي په خپل دې تهمت سره ځان پخپله کذاب ثابت کړی ځکه چې د القاعدې ټول مشران په دې خبره پوره علم لري چې د شيخ مسلم دوست د زامنو په شمول د کورنۍ هيڅ کوم غړي هيڅ قسمه برېښنايي آلات نه په بيعه او نه هم د ډالۍ په ډول د القاعدې مشرانو ته وروړي دي ، دا په داسې حال کې چې شيخ مسلم دوست په شمالي وزيرستان کې يوازې د القاعدې له مشرانو سره نه بلکې د پاکستاني طالبانو او اسلامي امارت له مشرانو سره هم خپلې جهادي اړيکې پاللې چې څرګنده بيلګه يې د مولوي جلال الدين حقاني صاحب د معسکراتو له مسؤل عبدالرؤف ذاکر ، شهيد استاذ محمد ياسر ، شهيد شيخ دوست محمد او شهيد عبدالرؤف خادم سره دده نږدې ملګرتيا وه ، د پاکستان څارګره اداره له شيخ مسلم دوست سره په دښمنۍ کې دومره وړاندې لاړه چې دده هغه تنکي زلمي زامن يې هم ورته معاف نکړل کومو چې کلونه کلونه له اسلامي امارت سره د ننګرهار په بيلابيلو سيمو کې جهادي مسؤليتونه سمبالول ، د اسلامي امارت مشران د هغوي له قربانۍ نه قدرداني کوي او پاکستاني چارواکو ته يې په کراتو ويلي چې دوی بايد زر ترزره له بند څخه راخوشې کړای شي ، د شيخ مسلم دوست ورور استاذ بدالرزمان بدر سره له دې چې يو تاجر دی خو بيا يې هم بې ساري مالي او ځاني قربانۍ تر بل هرچا د اسلامي امارت مشرانو ته جوتې او د منلو وړ دي ، ليکوال د شيخ مسلم دوست د کورنۍ په هغو غړو چې پاکستان او سعودي کې ژوند کوي تور پورې کړی چې ګوندې دوی له يادو دولتي کړيو سره اړيکې لري دا په داسې حال کې چې هغوي د نورو هيوادوالو په څېر هلته د پردېسۍ او مجبورۍ شپې سبا کوي ، په پای کې د ليکوال په شمول ټولو هغو ته چې د شيخ مسلم دوست له نظر سره اختلاف لري وايو چې تاسو د مخالفت حق لرئ او کولی شئ چې د حقايقو په رڼا کې خپل نظر او اختلاف څرګند کړئ خو مهرباني وکړئ چې له درواغو او تهمتونو څخه ځان لرې وساتئ ځکه چې په سياسي ډګر کې د درواغو او تهمتونو پايلې له ځان سره ډېر خطرناک او تاواني عواقب لري .