د اسامه مجسمه!؟ايا اسامه رښتيا هم داسې و لکه امريکا يي چې وايي؟

252

ليکوال: عبداللطيف نظيف

امريکا متحده ايالاتو په افغانستان له بريد نه وروسته ټول هغه خلک چې ددوی په خلاف د جنګ په ډګر کې ودرېدل د رسنيو پرمټ په خپلو تبليغاتو کې بدنام کړل او مجرم يې وګڼل چې له دې جملې څخه يو هم د القاعده د نړېوالې جهادي شبکې پخوانی مشر شهيد اسامه بن لادن هم دی.
اسامه بن لادن او ګوند يې د امريکا د ګټو او په اسلامي نړۍ د هغوی دبريدونو او ظلمونو سر سخت مخالف وو نو ځکه يې په افغانستان او نړۍ کې د امريکايي هدفونو له پاره ګام پورته کړ او په ګڼ شمېر هيوادونو کې يې امريکايي هدفونه په نښه کړل چې همدا لامل شو چې  د امريکا د دښمنانو په ليست کې يې لوی نوم پيدا کړ.
هغه مهال چې امريکا په افغانستان يرغل وکړ نو د ايساف ځواکونو په لومړيو مياشتو کې د اسامه بن لادن د انځور سره مل د القاعده شبکې دمرستيال ډاکټر ايمن الظواهري انځورونه او اعلانونه له طيارو وغورځول او د هغوی په سر يې د ۲۵ ميلونه او ۲۰ ميليونو ډالرو جايزې اعلان کړې.
سره له دې چې امريکا په افغانستان د يرغل په وخت د رسنيو  له لارې په پراخه پيمانه تبليغات وکړل او خپله ټيکنالوژي يې په نړۍ کې داسې مهمه اود کار وړ معرفي کړه چې کواګي دوی کولای شي  له ځمکې څخه د سلګونو کېلو مترو په اندازه پورته له الوتکو څخه ښکته په ځمکه د ستنې  په اندازه څه شی وويني. دا په دې معنا چې افغان مجاهد ولس وويروي او له جهادي خوځښت او حرکت نه يې په ډار کړي خو د الله (ج) په نصرت پاشلي مجاهدين بيا سره يوځای شول او د وخت په تېريدو سره يې سر راپورته کړ او له اټکل او فکر پورته لاسته راوړنې يې ولرلې هماغه طالبان او القاعده چې پرون د امريکا د بريدونو ښکار وو او هېڅ راز اهميت او نظر ورته نه کېده نن له امريکا سره په هرنظامي او ډيپلوماتيک ډګر کې ډغره وهي.
امريکا د مسلمانانو د بدنامۍ او په مسلمانانو کې د شکونو او درځونو اچولو له پاره  يو مسلمان په بل د بې باوره کولو له پاره ډېر شيطاني فکرونه او پلانونه لري چې دادی يوه بيلګه يې د القاعده د جهادي شبکې د مشر شهيد اسامه بن لادن په خلاف رنګارنګ تبليغات کول او  د مرحوم مجسمه  جوړول دي چې نوم يې پرې (دشيطان سترګې) ايښی دی.

1fe4b428-12fe-421b-957f-e09cfc6b3fb8_16x9_600x338

د شهيد شیخ اسامه بن لادن هغه مجسمې چې د نوموړي د بدنامولو له پاره د امريکا استخباراتو(سي ايي ای) جوړې کړې دي 

دغه کار چې  د امريکا د استخباراتو د ادارې (سي ائي ای) په مټ شوی دی له نن څخه شاوخوا لس کاله مخکې يې په دې پروسه کار پيل کړی او درې ډوله  بېلابېلې مجسمې يې جوړې کړې وې او ځينې يې په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې هم له يوه داسې پيغام سره خپرې کړې وې چې اسامه بن لادن يو ترورېست او ظالم انسان دی او دهدف يې پرې د عامو ذهنيتونو او  فکرونو خرابول  وو.دوی دغه مجسمو ته (دشيطان سترګې) نوم ورکړی دی او دا وروستی يې په ۶۵۰۰ امريکايي ډالر پلورل شوی دا او دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې شته چې امريکا يې د اسلام،مسلمانانو،اسلامي شعائرو او مقدساتو د بدنامي له پاره تر سره کوي.

ee3739af-cb11-44a6-b986-5a72082610ad_4x3_690x515

بله بده ستونزه داده چې موږ ټول هغه مسائل چې بايد د اسلام له نظره او يا يې هم د خپل عقل له نظره وګورو متأسفانه موږ يې د لويديځ د مطبوعاتي اغېز له امله د هغوی په عينکو کې ګورو.
د اسلام په اړه هغه فکر چې موږ ته يې قرآن او حديث راکوي هغه هم موږ د هغه چا له خولو عملي کوو چې  د لويديځ د لاس الې او يا هم په اصطلاح علماء سو‌ء دي.
نو ددې ټولو شيطاني پلانونو او بدناميو سره سره بيا هم که چېرې مسلمانان ويښ نه شي او خپل ځان او خپل مذهبي او جهادي مشران ونه پېژني او د هغوی ملاتړ ونه کړي  نو په راتلونکي کې به هېڅ داسې څوک پاتې نه شي چې د مسلمانانو د مشر په توګه ټولو ته د منلو وړ وي.

نو مسلمانانو ته له هرڅه زيات دفکري بيدارۍ او په اسلامي احکاماتو،اسلامي مقدساتو،او مسلمان شخصيتونو او مشرانو پوره باور او اعتماد په کار ده چې له يوې خوا به د غه کار داسلامي امت د اتحاد او بل لور ته به  دصليبي پلانونو په ملا يو پرېکنده ګوزار وي.
د اسلامي امت د اتحاد او د يو په بل د باور  په هيله
يادونه:هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دی د عزم توافق ورسره شرط نه دی،عزم يوازې اسلامي او ملي مقدساتو ته زيان رسوونکي مطالب او ليکنې نه خپروي.تاسو هم کولای شئ چې موږ ته خپلې لېکني د  اړيکې  له لارې راولېږئ.
دعزم اداره

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button