طالبانو د چارواکو د وانت وايګل ولسوالي د بېرته نېولو ادعا رد کړه
جلال اباد ( عزم: شنبه ٦ چنګاښ ٩٤ )
د نورستان والي عبدالقيوم وايي چې د وانټ وايګل ولسوالۍ په جګړه کې چې وسله والو طالبانو تېره ورځ نېولې وه ١٨ دولتي سرتېري وژل شوي دي او ۲۰ تنه طالبان وژل شوي دي.نوموړی وايي چې وانت وايګل ولسوالي يې بېرته له طالبانو څخه نېولې ده.
نوموړي نن سهار رسنيو ته په خبرو کې وويل چې دجمعې په شپه شاوخوا زرو تنو وسله والو طالبانو له بېلا بېلو لوريو څخه د وانت وايګل په ولسوالۍ بريد کړى و، چې تر څو ساعته جګړې وروسته يې ولسوالي ونيوله او په ولسوالۍ کې پراته ۱۸ تنه عسکر يې ووژل او زياته يې کړه چې افغان امنيتي سرتېرو ياده ولسوالۍ بېرته په خپله ولکه کې اخيستې.
د نوموړي په وينا په ياده جګړه کې ، په وژل شويو او ټپيانو کې ملي پوليس، د عامه نظم پوليس او د ملي اردو سرتېري شامل دي.
بلخوا د وانت وايګل ولسوال رحمت الله دا هم ويلي چې په دې جګړه د دوی ۱۷ تنه پوليس ژوندي ورک دي چې ښايي د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي وي. د ولسوال په وينا، وسله والو مخالفينو د بريد پر مهال د ولسوالۍ د امنيه قوماندان کور هم سوځولی دی.
خو طالبانو نن د شنبې په ورځ ويلي چې د وانت وايګل ولسوالۍ اوس هم ددوی د ملګرو په واک کې ده او د چارواکو ادعا يې رد کړې ده طالبانو دا هم ويلي دي چې دوی د امنيتي ځواکونو هر بريد په شاتمبولی دی او ملګري يې د ولسوالۍ په حاکمې نقطې کې خپل سنګرونه نيولي دي.طالبانو دا هم ويلي دي چې له پرون راهيسې يې ۳۵ تنه عسکر وژلي او ۲۶ تنه نور يې ټپيان کړي دي همدغه راز يې په دغه جګړه د خپلو ۷ تنه ملګرو د وژل کېدو او ۵ تنو نور د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.
.طالبان وايي چې موږ د امنيتي عسکرو هر ډول پرمختګ مخه نېولې او او امنيتي سرتيري په (دم ګليک) سيمه کې چې د کنړ ولايت په مربوطاتو کې ده وجود لري.
عبداللطيف نظيف