هرات کي ترافیکي پيښي یو پولیس او دوه زندانیان وژلي

دهرات ولایت په پښتون پل سیمه کي دترافیکي پېښي په ترڅ کي یو پولیس او دوه زندانیان وژل شوي دي.

پېښه نن  له غرمې وړاندي دپښتون پل په سیمه کي دهغه پوځي موټر دچپه کېدلو له امله رامنځ ته شوه، چي له فراه څخه يې هرات ته زندانیان ليږدول.

دهرات امنیتي چارواکو ویلي، چي دزندانیانو دلیږد پوځي موټر دپښتون پل په سیمه کي له کړنګ څخه دونو منځ ته لويدلی دی.

دهرات دپولیسو ویاند عبدالروف احمدي ویلي، چي په پېښه کي څلور زندانیان او دوه پولیس ټپیان شوي دي، خو دهرات دروغتون ویاند محمدرفیق شيرزي ویلي، چي په پېښه کي ۵ پولیس او ۶ زندانیان ټپیان شوي دي.

تراوسه دپيښي لامل څرګند شوی نه دی، دهرات چارواکو ویلي، چي پېښه دبرید له امله نه ده رامنځ ته شوې.

ویل شوي، چي دځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

داسي ویل کیږي، چي پېښه دموټر چلونکي دبې احتیاطي له امله رامنځ ته شوې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button