د یوې اونۍ په ترڅ کې د ژړۍ ولسوالۍ دوه مشهور قومندانان وژل شوي

د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د پولیسو دوه مهم قومندانان مالدار او شاولي د یوې اونۍ په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو له لوري وژل شوي دي، دغه دوه قومندانانو چې په پولیسو کې یې دنده ترسره کول د مخالفینو سره یې په خونړیو جګړو کې شهرت ترلاسه کړی و.

قومندان مالدار څو ورځي وړاندي د میوند ولسوالۍ په ګرماوک سیمه کې هغه وخت ووژل شو کله چې یې شوبله پر ماین ور برابره شوه او قومندان شاولي بیا تېر ماښام ۹ بجې د ماکوان په دښت کې هغه وخت ووژل شو چې رینجر موټر یې پر ماین ور برابر شو.

د قومندان شاولي سره یو ساتونکی هم سخت ټپي شوی خو د قومندان مالدار سره د مخالفینو د بریدونو په ترڅ کې ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي وه او دوې شوبلي یې ویجاړي شوي وي.

د کندهار د ژړۍ، پنجوایې او میوند ولسوالیو د پولیسو او اربکیانو څخه ډیر وخت ولسي وګړي شکایتونه کوي او وایې چې په زور تري پیسي اخلي، وهي ‌ډبوي یې او زور زیاتی ورسره کوي.

قومندان شاولي یوځل د همدي ناوړو اعمالو په ترسره کولو سره د حکومت له لوري بندي شوی هم وو خو تر ځنډ وروسته بېرته خوشي شو او خپله دنده یې پر مخ وړل.

عبدالله مدثر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!