په اقصی جومات کې د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ جګړه شوې

news-1402684183-6689

(عزم: دوشنبه ۰۵ ـ زمری  ۹۴ل)  د يکشنبې په ورځ غاصبو اسراييلي عسکرو د اقصی په جومات له حملې ورورسته په اقصی جومات کې د مسلمانانو لمونځ کوونکو او اسرائيلي عسکرو ترمنځ جګړه رامنځته شوه چې لاهم دوام لري.

د راپورونو له مخې به جګړه کې له دواړه لوريو ټپيان شوي خو تر دا مهاله د کوم لوري څخه د کوم کس د وژل خبر نه دی ورکړل شوی.

ای ايف پي خبري اژانس ويلي چې اسرائيلي عسکرو شپږ هغه فلسطيني مسلمانان هم نيولي چې د مسجد اقصی څخه د دفاع په خاطر يې په اسرائيلي عسکرو د تېږو ګزارونه کول،

اسرائيلو خپلو عسکرو ته د اقصی جومات په شاوخوا کې د تيارسۍ امر کړی.

د فلسطينيانو او اسرائيلو تر منځ روانو شخړو هغه مهال زور واخيست چې تېره اوونۍ  يوې اسرائيلۍ ښځې د اقصی جومات مخې ته د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) په اړه د سپکاوي کلمات وويل.
له پېښې وروسته د اقصی جومات شاوخوا اسرائيلي عسکر د تيار سۍ په حالت کې دي او د اقصی جومات ته يې د ۵۰ کلنو څخه د کم عمر فلسطينيانو په ورتګ بنديز لګولی.
په اقصی جومات د مسلمانانو او اسرائيلو تر منځ له هغه وخته شخړې رامنځته شوې چې د ۱۹۶۹ زيږديز کال د اګست په ۲۱ مه نېټه يو استرليايي يهودي (ډينس مائيکل روحان) مسجد اقصی ته اور واچاوه چې تر ۳ ساعتونو پورې دغه اور دوام درلود.
او هغه منبر هم په کې وسوځېده چې دغه جومات ته سلطان صلاح الدين ايوبي جوړ کړی و او په خپلو لاسونو يې په دغه جومات کې نصب کړی و.
سلطان  صلاح الدين ايوبي د خپل سلطنت په وخت کې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې (مسجد اقصی) له پاره ۱۶ جنګونه کړي وو چې په هرځل به يې ياد منبر هم له ځان سره تيار ساته چې  هلته  يې  نصب کړي.
د ۱۹۶۹ د اګست د ۲۱ پيښې څخه يوه اوونۍ وروسته د اسلامي هيواونو شورا(او ايي سي) رامنځته شوه چې په کې تر اوسه ۵۷ اسلامي هېوادونه غړيتوب لري خو لکه څنګه چې د مسلمانانو هېله وه په هغه اندازه دغې شورا اسلامي هېوادونو او مسلمانانو ته کار ونه کړ.

د تېرکال په روژه کې هم د غزې په تړانګه د اسرائيلو په بې رحمه بمبارۍ کې تر ۳ زرو زيات فلسطيني مسلمانان شهيدان شوي وو.
عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button