مینه-رزين

اسدالله رزيد

ځم د دارتختې ته مینه پسې خیژم
که مې مست بولي،مین که لیونی
نورخوندونه ټول بیخونده شان خوندونه
خوند هغه چې سې ترمینې سپیلنی
انسا نیت ګوره د مینې خمیره ده
مینه روح دآزادي اوبخت تندی
آدم ذات ته چې دخیرډالی ډالی کړې
بس ده بس ده انسانیت ته هغه سړی
نړیوال نظام د مینې لارې څا رې
مینه وینه ده پری ښا دهرپسرلی
مینه ډیره لودنیا مینه نظام ده
مینه کورده پکې اوسې توریا لی
مینه مه وژنئ چې کډ ې بیا باریږې
تنها مینه ده د مینې کټوری
نورهرڅه په څه خرڅیږي مینه پا ته
مینه ومنی تری وکړی لاس نیوی
مینه لاس دعا طفې ده مینه ډال ده
هلته ټول سره خپلوان نسته پردی
څوک دمرګ کاروباریان څوک اشربا ڼي
هغه هم زړونه خویی مینې خوښ زړګی
هیله منه وې ګلونوکې اوسیږې
نشته هوری یی غم ګذرسوړ اسویلی
انساني نړی په مینه اوسیدای سي
بیله مینې نشته ژوند اوهیڅ ژوندی
ټول دظلم اوناروانغري سا ړه سې
ګرم پا ته وي په مینه تود نغری
نودمینې ځواک په مینه کې مونده سي
نه رسیږي هلته ډرون اوتوغندی
داچې دلته دزمري زمري پیرې کړي
هوری نه چالیږي دا شانته زمری
چې دمینې په مخ توره پرده کش سې
بیا وحشت ته راوتای سي امریکایی
چې دظلم سورتنورورته زاری کړي
داد مینې د مورچل ښا یسته زلمی
څوچې مینه ځولنوکې هم شرنګیږي
آرام نه سې کړای سیسي اوبل غلام ګی
تشې منډې دي چې مینه به اعدام کړو
داسې نه سې کړای هیڅ روس او پرنګی
د(رزین) مینه په مینه نه ما تیږې
په کې نسته له زخمودرد اوزګیروی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button