د روژې د تحفو ځوابونه (لومړۍ برخه)

لیکوال : نثار احمد صمد

د ۲۰۱۵ کال د روژې د مبارکی میاشتی د ټولو تحفو د پوښتنو ځوابونه په لاندی ډول دي . خو هیله ده چی دا ټولی برخی په یو فایل کی وساتل سی . ځکه علم باید خاموش نه وی بلکی تکثیر او خپور سی .

زموږ د دې لړۍ په سیالۍ کی درې کسان ګټندوی سول چی هغه دا دي : ښاغلی ولی رحمن لومړی مقام ، ښاغلی احمد الله عاطفی دوهم مقام او ښاغلی ډاکټر اختر محمد کلیوال درېیم مقام . زه دوی درو واړو ته د زړه له تله مبارکي وایم او الله تعالی دی یې د ژوند په ټولو چارو کی بریمن او پتمن لری . دوی هر یوه ته به انشاالله د وعدې مطابق زما څلور جلده کتابونه ورولیږل سی . نو دا هم د څوارلسو تحفو پوښتنی او ځوابونه :

 

د لومړۍ تحفې ځوابونه :

۱ ـ تعوذ څه ته وایی ؟ ځواب : تعوذ ( اعوذباالله من الشیطن الرجیم ) ته وایی .

۲ ـ تسمیه څه ته وایی ؟ ځواب : تسمیه ( بسم الله الرحمن الرحیم ) ته وایی .

۳ ـ د قرآنکریم د کوم سورت په هر آیت کی د ( الله ) لفظ موجود دی ؟ ځواب : سورهً المجادله .

۴ ـ په قرآن مجید کی د ام القری څخه علاوه مکه په بل کوم نوم سره بلل سوې ده ؟ ځواب : بکه ( آل عمران : ۹۶ ) .

۵ ـ د قرآن شریف تر ټولو اوږد آیت کوم یو دی ؟ ځواب : د سورهً البقره ۲۸۲ نمبر آیت .

۶ ـ په روژه کی غرغړه او په پزه کی اوبه اچول ( چی تر ستونی تیری نسی ) څنګه دی ؟  ( ب ) ځواب صحیح دی یعنی : جایز او روا دی .

۷ ـ د ګرمۍ د مخنیوي له پاره د غسل په کولو سره روژه څنګه ده ؟  ( الف ) ځواب صحیح دی یعنی : نه ماتیږی .

۸ ـ جهنم ( دوږخ ) چیری دی ؟  ( د ) ځواب صحیح دی یعنی : تر اوو مځکو لاندی .

۹ ـ اسماعیل (ع) په خپل ژوند کی د کوم ښار مشري کوله ؟  ( الف ) ځواب صحیح دی یعنی : مکه .

۱۰ ـ په کعبه کی لومړنی ایښودل سوی بت څه نومېدئ ؟  ( الف ) ځواب صحیح دی یعنی : هبل .

 

د دوهمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د قرآن پاک تر ټولو دوه کوچني آیتونه کوم دي ( بېله مقطعاتو ) ؟ ځواب : ( والضحی ) ، ( والعصر ) ، ( الفجر ) ، ( الرحمن ) .

۲ ـ هغه کوم آیتونه دي چی د ( الف ) څخه تر ( ی ) پوری ټول حروف پکښی شامل دي ؟ ځواب : سورهً البقره آیت نمبر ۲۸۲ ، سورهً آل عمران آیت نمبر ۱۵۴ ، سورهً الفتح آیت نمبر ۲۹ .

۳ ـ د لومړني مدني سورت نوم څه دی ؟ ځواب : الانفال .

۴ ـ د قرآنکریم ټوله څو سورتونه دي ؟ ځواب : د قرآنکریم ټوله ۱۱۴ سورتونه دي .

۵ ـ د قرآن مجید کوم دوه سورتونه په یوځایی توګه نازل سول ؟ ځواب : سورهً الفلق او سورهً الناس .

۶ ـ که څوک د روژې نیولو طاقت لری مګر ویې خوری ، نو کفاره یې دا ده چی دوې میاشتی مسلسل باید روژې ونیسی . خو که په منځ کی حتی یوه ورځ هم ترې پاته سی نو څه کیږی ؟  الف : بیرته یې له سره باید شروع کړی .

۷ ـ د روژې کفاره ادا کول څه معنی ؟ الف : دوې میاشتی پرله پسې روژې نیول .

۸ ـ که یو چا د بل کس مځکه ناحقه قبضه کړې وی نو د قیامت په ورځ به له دې امله څه سزا ورکول کیږی ؟  ب : د مځکی تر اوومی طبقې پوری به ننه یستل کیږی .

۹ ـ د عربو درې مشهور بتان کوم وو ؟  الف : منات ، لات ، عزی .

۱۰ ـ یهودیانو د لومړي ځل له پاره په کوم کال کی جزیرة العرب ته هجرت وکړ ؟  الف : ۵۷۸ قبل المیلاد پر فلسطین د بختنصر تر حملې وروسته .

 

د درېیمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د قرآن مجید په دیرشمه سیپاره کی ټوله څو سورتونه دي ؟ ځواب : ۳۷ سورتونه دي .

۲ ـ په قرآن مجید کی څو داسی سورتونه دي چی د اشخاصو ( انسانانو ) په نوم دي ؟ ځواب : اووه سورتونه د انسانانو په نوم دي ( مریم ، محمد ، ابراهیم ، لقمان ، یونس ، یوسف ، نوح ) .

۳ ـ د مدني سورتونو تعداد څو دی ؟ ځواب : ۲۸ دي .

۴ ـ مکي سورتونه څو دي ؟ ځواب : ۸۶ دي .

۵ ـ قرآنکریم ټوله څو سیپارې لری ؟ ځواب : دیرش سیپارې لری .

۶ ـ که یو چا د روژې په میاشت کی فرضي روژه نه نیول ، یعنی بیخی یې نیت نه و کړی خو روژه یې بېله عذره وخوړل نو ؟

الف : صرف قضایی به نیسی ؛

۷ ـ که روژه لرونکي ( په باخبرۍ سره ) په خوله کی د باران څاڅکی واچوئ یا یې واوره یا یخیً وخوړی نو ؟ ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي .

۸ ـ د دجال د دواړو سترګو تر منځ څه لیکلي دي ؟  الف : کافر .

۹ ـ تر اسلام دمخه د جزیرة العرب اکثریت وګړی په کوم کار بوخت وو ؟  الف : تجارت .

۱۰ ـ د رسول الله (ص) کورنۍ په کوم کهول (خاندان) سره مشهوره ده ؟  الف : هاشمی .

 

د څلورمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ په قرآن مجید کی ټوله څو آیتونه دي ؟ ځواب : د قرآنکریم ټوله آیتونه ۶۲۳۶ دي .

۲ ـ په قرآن مجید کی سجده والا سورتونه څو دي ؟ ځواب : ۱۴ دي .

۳ ـ په قرآن مجید کی څومره رکوع سته ؟ ځواب : ۵۴۰ رکوعوي لری .

۴ ـ په قرآنکریم کی د سجدې وروستی آیت په کوم سورت کی دی ؟ ځواب : په سورهً العلق کی دی .

۵ ـ د مقطعاتو حروفو تعداد څو دی ؟ ځواب : ۲۹ دی .

۶ ـ فرض روژې کومی دي ؟  ج : د رمضان د میاشتی روژې فرض دي .

۷ ـ که میړه او ماندینه د روژې لرلو په حال کی جنسي عمل وکړی نو کفاره پر چا لازمه ده ؟  الف : پر دواړو جلا جلا کفاره لازمه ده .

۸ ـ د جنت په نعمتونو کی تر ټولو ښه یې کوم دی ؟  ج : د الله تعالی دیدار .

۹ ـ د زمزم څاه د لومړي ځل له پاره کومو خلکو ډک کړ ؟  الف : د جرهم قبایلو .

۱۰ ـ ابرهه ولی د کعبې د ورانولو اراده وکړه ؟  الف : د بن کنایه د یو سړي څخه د انتقام له پاره چی د ابرهه کلیسا یې نجسه کړې وه .

 

د پنځمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د قرآنکریم تر ټولو کوچني درې سورتونه کوم دي ؟ ځواب : سورهً الکوثر ، سورهً العصر ، او سورهً اخلاص .

۲ ـ د قرآن مجید سورتونه چا ترتیب کړي دي ؟ ځواب : رسول الله (ص) ترتیب کړي دي .

۳ ـ د « سورة » لفظ په قرآن مجید کی څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : لس واره .

۴ ـ هغه کوم سورت دی چی یوه رکوع یې په مکه او بله رکوع یې په مدینه کی نازله سوه ؟ ځواب : سورهً المزمل .

۵ ـ قرآن مجید ته اعراب په کومه سنه کی ورکول سول ؟ ځواب : په ۷۳ هجری کال کی .

۶ ـ په سترګه کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟  الف : یا ، نه یې ماتوی .

۷ ـ که روژه لرونکي مسواک وواهه بیا یې دا ګومان وکړ چی په مسواک وهلو سره روژه ماتیږی ، نو قصدأ خوراک یا څښاک وکړی روژه یې څنګه ده ؟ د : قضایی او کفاره دواړه لری .

۸ ـ د حشر پر میدان به خلک په کوم نوم راغوښتل کیږی ؟  ب : د خپلو پلرونو په نوم . ج : د خپلو ګناهونو په نوم .

۹ ـ رسول الله (ص) په کوم کال کی وزوکېد ؟  الف : دوشنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛

۱۰ ـ د رسول الله (ص) کوم اکا د ده د شیدو ورور هم دی ؟  الف : حمزه (رض) .

 

د شپږمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د قرآن مجید پر حروفو باندی نقطې تر ټولو اول چا ولګولې ؟ ځواب :عبدالملک بن مروان د ابو الاسود په واسطه .

۲ ـ په قرآن مجید کی کوم حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی ؟ ځواب : د ( الف ) حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی .

۳ ـ په قرآنکریم کی کوم حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی ؟ ځواب : د ( ظ ) حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی .

۴ ـ د عربي حروفو تعداد څو دی ؟ ځواب : د عربی حروفو تعداد ۲۹ دی .

۵ ـ د صحابه وو د زمانې دوه مشهور مفسرین څوک وو ؟ ځواب : عبدالله بن مسعود (رض) او عبدالله بن عباس (رض) .

۶ ـ که یو روژه لرونکي غیبت وکړ ، یا یې درواغ وویل خو په دې باور سو چی روژه یې ماته ده ، بیا یې نو خوراک او څښاک وکړ روژه یې څنګه ده ؟ ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي .

۷ ـ په حلق کی بې اختیاره د دوړو یا دود ( لوګي ) ننوتل پر روژه څه اثر کوی ؟   ب : روژه نه ماتوی .

۸ ـ د جنت د راجسټر نوم څه دی ؟  الف : علیین دی .

۹ ـ رسول الله (ص) په څو کلنۍ کی خپل نیکه له لاسه ورکړ ؟  ج : په ۸ کلنۍ کی .

۱۰ ـ پیغمبر (ص) تر بعثت مخکی په کوم جنګ کی ګډون کړی و ؟  الف : فجار .

 

د اوومی تحفې ځوابونه :

۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی فرمایلی دي چی دین می درته پوره کړ او اسلام می د دین په حیث درته غوره کړ ؟

ځواب : د سورهً المایًده درېیم نمبر آیت .

۲ ـ موږ د اکثریت ـ اکثریت خبره ډیره کوو ، خو الله تعالی اکثریت ناپوه ، ناشکره ، نافرمانه….. بولی . آیا دوه درې دغسی آیتونه درمعلوم دي ؟ ځواب : البقره ۲۴۳ ؛ الاعراف ۱۸۷ ؛ الحجرات ۴ ؛ یوسف ۳۸ او ۴۰ ؛ الانعام ۱۱۱ ؛ المایًده ۵۹…

۳ ـ د سورهً البقره څخه علاوه کوم بل سورت په درو سیپارو کی راغلی دی ؟ ځواب : سورهً النسا .

۴ ـ د قرآن مجید کوم سورت دوه واره « بسم الله الرحمن الرحیم » په ځان کی لری ؟ ځواب : دا سورهً النمل ده .

۵ ـ د قرآن مجید ترجمه تر ټولو اول په کومه لویدیځه ژبه وسوه ؟ ځواب : په لاتینی ژبه .

۶ ـ که روژه لرونکی د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ناپامه تیری کړی نو ؟ ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي .

۷ ـ که د روژې په حالت کی غاښ وینی سی او د ناړو سره وینی تیری کړی داسی چی وینی تر ناړو ډیری وی ، نو ؟

ب : ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي .

۸ ـ الله تعالی د چا سره د کومک وعده کړې ده ؟ الف : چی د الله د دین کومک وکړی .

۹ ـ رسول الله (ص) د خدیجې (رض) سره په څو کلنۍ کی واده وکړ ؟ ب : په ۲۵ کلنۍ کی .

۱۰ ـ اول وار د کوم سورت آیتونه پر رسول الله (ص) باندی نازل سول ؟ ب : د سورهً علق آیتونه .

 

د اتمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د رسول الله (ص) د بعثت پر مهال په مکه کی کوم ډول خط رایج و ؟ ځواب : قیرامیز خط .

۲ ـ په مدینه منوره کی د وحی کتابت په کوم خط کېدئ ؟ ځواب : په حِیَری خط .

۳ ـ د وحی د لیکلو سعادت تر ټولو اول د چا په نصیب سو ؟ ځواب : حضرت خالد بن سعید بن العاص (رض) .

۵ ـ تر هر چا اول بسم الله چا ولیکله ؟ ځواب : حضرت خالد بن سعید بن العاص (رض) .

۶ ـ د روژې په حالت کی د خولې یا پزی نسوار کول ، سګرېټ یا چلم څکول څه پیښوي ؟ الف : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی .

۷ ـ د روژې په حال کی د پزی وینی ستونی ته تلل ، هغه تیرول او بیا نس ته رسېدل څنګه دی ؟ د : روژه ماتوی او یوازی قضایی لازمه ده .

۸ ـ هغه تاجر او سوداګر چی په صداقت او ایمان دارۍ سره کاروبار کوی ، د قیامت په ورځ به د چا سره وی ؟

ج : د نبیانو ، صدیقینو او شهیدانو سره .

۹ ـ تر لومړنۍ وحی وروسته څومره موده وحی رانغله ؟ الف : یو څو ورځی .

۱۰ ـ رسول الله (ص) په مدینه کی څو کاله و اوسېدئ ؟ الف : ۱۰ کاله .

 

د نهمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ وروستۍ وحی چا ولیکله ؟ ځواب : حضرت ابی بن کعب (رض) .

۲ ـ د عربو کوم مشهور شاعر قرآن هم لیکیً ؟ ځواب : حضرت لبید (رض) .

۳ ـ هغه کوم صحابي و چی د ژوند تر پایه یې قرآن کتابت کاوه ؟ ځواب : حضرت ناجیه الطفاوی (رض) .

۴ ـ په قرآن مجید کی څو سورتونه د نبیانو په نوم دي ؟ نومونه یې وښیاست .

ځواب : شپږ دي ، یعنی : سورهً یونس ، سورهً هود ، سورهً یوسف ، سورهً ابراهیم ، سورهً محمد ، سورهً نوح .

۵ ـ د حضرت ابو بکر صدیق (رض) په امر چا قرآن پاک ولیکیً ؟ ځواب : حضرت زید بن ثابت (رض) .

۶ ـ که یو څوک په سفر کی داسی فرضي روژه ماته کړی چی د نیولو نیت یې کړی وی نو ؟ الف : یوازی قضایی لری .

۷ ـ که څوک د روژې په حال کی قصدأ قیً ووهی نو ؟ ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي .

۸ ـ جهنم ( دوږخ ) څو دروازې لری ؟ د : اووه دروازې لری .

۹ ـ قریشو د رسول الله (ص) سره د مبارزې له پاره هغه ته کوم لقب ورکاوه ؟ ج : ساحر ، کذاب ، لیونی او شاعر .

۱۰ ـ چا د پیغمبر (ص) پر سر باندی ، چی هغه پر سجده وو ، د اوښ لرئ ( شکمبه ) ور وغورځاوه ؟

الف : عقبه بن ابی معیط .

 

د لسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له خوا راغونډ سوی قرآن څه نومېدئ ؟ ځواب : المصحف .

۲ ـ د قرآن مجید تر ټولو اول کتابت په کوم رسم الخط وسو ؟ ځواب : په کوفی رسم الخط .

۳ ـ د قرآن مجید څو سورتونه د حیواناتو په نوم دي او کوم حیوانات ؟ ځواب : پنځه دي : البقره ، النحل ، النمل ، العنکبوت ، الفیل .

۴ ـ په کومو دوو سورتونو کی ویل سوي دي چی رسول الله (ص) جبرایل (ع) لیدلی دی؟ ځواب: سورهً النجم ؛ سورهً التکویر .

۵ ـ پر پیغمبر علیه السلام باندی ټوله څو کاله وحی نازلېدې ؟ ځواب : ۲۳ کاله .

۶ ـ که د روژه لرونکي حلق ته د باران اوبه دننه سی نو ؟ ب : ماتیږی او قضایی باید ونیسي .

۷ ـ که د روژه نیونکي خولې ته واوره یا د یخي ټوټه دننه سی نو ؟ د : ماتیږی او صرف قضایی لری .

۸ ـ په جنت کی به د جنتیانو عمر څومره وی ؟ ب : دیرش یا پنځه دیرش کاله .

۹ ـ چا د اوښ لرئ د پیغمبر علیه السلام له سره ایسته کړ ؟ الف : فاطمې (رض) .

۱۰ ـ په اسلام کی لومړنۍ شهیده ښځه سمیه (رض) چا شهیده کړه ؟ الف : د ابوجهل له خوا .

 

د یوولسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د قرآن مجید د نزول شروع په کوم کال کی وسوه ؟ ځواب : د ۶۱۰ میلادي کال د روژې په میاشت کی .

۲ ـ د رسول الله (ص) د کوم اکا نوم په قرآن مجید کی ذکر سوی دی او چیری ؟ ځواب : ابی لهب په سورهً تبت کی .

۳ ـ د وحی تر نازلېدو مخکی رسول الله (ص) څو کاله رښتیاني خوبونه لیدل ؟ ځواب : تقریبأ پنځه کاله .

۴ ـ کوم سورت ته ام القرآن هم وایی ؟ ځواب : سورهً فاتحه .

۵ ـ کوم سورت یې سبع مثاني هم بللی دی ؟ ځواب : سورهً فاتحه .

۶ ـ که د یو روژه لرونکي پخپله خوا وګرځی ( یعنی بې اختیاره قی ووهی ) ، نو ؟ ب : نه ماتیږی .

۷ ـ د رمضان د میاشتی روژې پر هر بالغ عاقل مسلمان باندی فرض دي . نو د کوم شرعی عذر څخه پرته د هغه نه نیول څنګه دی ؟ ب : حرام دی .

۸ ـ جهنم ، لظی ، حطمه ، سعیر ، سقر ، جحیم ، هاویه د کومو شیانو نومونه دي ؟ ج : د دوږخ د دروازو نومونه دي .

۹ ـ د لومړي ځل له پاره د کافر وینی چا توی کړې ؟ الف : سعد بن ابی وقاص (رض) .

۱۰ ـ چا بلال (رض) او عامر بن فهیره (رض) رانیول او آزاد یې کړل ؟ الف : ابوبکر صدیق (رض) .

 

د دوولسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ باب القرآن ، ام القرآن ، ام الکتاب ، الشفأ ، الدعا او نور د کوم سورت نوم دی ؟ ځواب : سورهً فاتحه .

۲ ـ د قرآن مجید لومړنی حافظ څوک دی ؟ ځواب : پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم .

۳ ـ سورهً فاتحه مکي سورت دی که مدني ؟ ځواب : مکي هم دی او مدني هم دی .

۴ ـ په قرآنکریم کی د څو پیغمبرانو ذکر راغلی دی ؟ ځواب : د ۲۷ پیغمبرانو نومونه .

۵ ـ د قرآن مجید پنځه ـ شپږ نومونه چی پخپله قرآن ذکر کړي وی کوم دي ؟

ځواب : الفرقان ، الکتاب ، الذکر ، النور ، الهدا…..

۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو طاقت لری خو د ناروغۍ د ډیرېدو اندیښنه یې نه وی نو ؟ الف : نیول یې لازم دی .

۷ ـ که روژه لرونکی په باخبرۍ سره ( یعنی قصدأ ) اوبه وڅښی یا بل شی وخوري نو ؟ ج : قضایی او کفاره دواړه لازم دي .

۸ ـ د عاشورا په ورځ یعنی د محرمی پر لسمه باید څه وکړو ؟ الف : باید روژه ونیول سی .

۹ ـ حبشې ته د لومړني هجرت پر مهال مسلمانان هلته څومره موده پاته سول ؟ الف : درې میاشتی .

۱۰ ـ د نجاشي په دربار کی د مسلمانانو ویندوی څوک و ؟ ج : جعفر بن ابی طالب (رض) .

 

د دیارلسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی رسول الله (ص) احمد هم بللی دی ؟ ځواب : سورهً الصف ، آیت نمبر ۶ .

۲ ـ د قرآن مجید لومړنۍ اصلی کاپي چی حضرت عثمان (رض) ترتیب او راغونډه کړې ده ، څو دي او نن چیری پرتې دي ؟

ځواب : دوې دي ؛ لومړنۍ په تاشکند کی او دوهمه په استانبول کی ده .

۳ ـ قرآن مجید ټول انسانان پر دوو برخو ویشلی دي ، هغه کوم دي ؟ ( صرف نومونه یې ذکر کړئ ) . ځواب : مسلمین او کافرین .

۴ ـ په سورهً البقره کی تر ټولو اول د کوم نبی نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : د حضرت آدم (ع) نوم .

۵ ـ سورهً البقره مکي سورت دی که مدني ؟ ځواب : مدني سورت دی .

۶ ـ د رمضان د میاشتی روژې څو ورځی وی ؟  الف : یوه قمري میاشت  .

۷ ـ سر یا بدن په تیلو غوړول پر روژه څه اثر کوی ؟  ب : هیڅ هم نه کیږی .

۸ ـ که د دوږخ مار یا لړم څوک وچیچی نو تکلیف به یې تر څومره مودې دوام کوی ؟ د : تر څلویښتو کالو پوری .

۹ ـ د مسلمانانو نماینده د حبشې واکمن نجاشي ته د قرآنکریم کوم آیتونه تلاوت کړل ؟ الف : د سورهً مریم لومړني آیتونه .

۱۰ ـ عمر (رض) د چا څخه قرآن واوریدئ او تأثیر یې پر وکړ ؟ الف : د خپلی خور فاطمې څخه .

 

د څوارلسمی تحفې ځوابونه :

۱ ـ د سورهً البقره په کومو آیتونو کی د جبرایل (ع) نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : په ۹۷ او ۹۸ نمبر آیتونو کی .

۲ ـ په سورهً البقره کی د څو نبیانو نومونه راغلي دي ؟ ځواب : د ۱۱ نبیانو نومونه راغلی دي .

۳ ـ آیت الکرسي په کوم سورت کی ده ؟ ځواب : په سورهً البقره کی ده .

۴ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی تر ټولو ډیر احکام بیان سوي دي ؟ ځواب : په سورهً البقره کی .

۵ ـ کوم نېک اشخاص (چی نبیان نه وو)، په قرآنکریم کی په احترام ذکر سوي دي ؟ هغوی څو دي او نومونه یې څه دي؟

ځواب : لقمان ، د مصر عزیز ، ذالقرنین ، طالوت ، عمران ، زید .

۶ ـ که پر یو چا د جنابت په حالت کی سهار سی نو روژه یې څنګه ده ؟ ب : روژه یې صحیح ده .

۷ ـ که د شپې احتلام وسی ( یعنی شیطان یې وغولوي ) او د پیشلمي پر مهال فرصت نه وی ، نو تر غسل مخکی پیشلمی کېدلای سي ؟ الف : هو ، کولای یې سي .

۸ ـ که څوک د قرآن مجید کومه حصه په یاد ( حفظ ) کړی او بیا ( د غفلت او ټنبلۍ له امله ) هغه هیره کړی ، نو د الله سره به په کوم حالت کی ملاقات کوی ؟ د : د جذام ناروغ به وی .

۹ ـ رسول الله (ص) ولی حضرت عمر (رض) ته د فاروق لقب ورکړ ؟ الف : حق او باطل یې ښه سره بېلول .

۱۰ ـ د خدیجې (رض) د وفات پر مهال رسول الله (ص) څو کلن و ؟ ج : ۵۰ کلن و .

نور بیا…

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button