سرپل : طالبان وایی چې د کوهستان یو قومندان حسن له خپلو ۱۰۰ تنه عسکرو سره له دوی سره یوځای شو

 سرپل : (عزم : دوشنبه ۵مه زمری ، ۹۴ل )

طالبانو پر خپل رسمي ویب سایټ الاماره داسي خبر ورکړی چې : ( د سرپل ولایت له کوهستان ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبر کې مسؤول مجاهدین وایې چې : پرون وروسته ترهغه چې د یادي ولسوالۍ اړوند د دښمن یو مهم مرکز قلعه شارکه د مجاهدینو له لوري ونیول شوه ؛ په سیمه کې یوتن مهم قومندان ( حسن ) له خپلو ۱۰۰ تنو ملګرو سره د حقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول

الاماره ویب پاڼه زیاتوي چې: ( په سیمه کې یوبل قومندان ( شیرمحمد) له خپلو څوتنو ملګروسره   تښتیدلی چې مجاهدین یې په تعقیب پسي دي ،  او نژدې ده چې د یادې ولسوالۍ مرکز د مجاهدینو لاس ته ورشي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button