بغلان : د واده په خوښۍ کې شل تنه ووژل شول
بغلان (عزم : دوشنبه، زمر۵مه ۹۴ل)
بغلان ولايت کې د واده مراسمو کې د دوو نا قانونه وسلهوالو تر منځ نښته کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره شپه ده صلاح ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې رامنځته شوې او تر سهار ناوخته روانه وه.
د چارواکو په وينا د پېښې قربانيانو کې د ناقانونه وسلهوالو تر څنګ ولسي وګړي هم شامل دي.
امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته رسيدلي او دمګړۍ جګړه درېدلې ده.
د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د هېواد شمال کې د بلخ خپلواک والي عطاء محمد نور، د ګډ حکومت د مشر اشرف غني اول مرستيال جنرال دوستم او بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د شخصي ملېشو د جوړولو هوډ کړی او جنرال دوستم له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو ضد عملياتو لپاره فارياب ولايت کې دی.
د پېښو څارونکي وايي، که هېواد کې د خپلسرو وسلهوالو مخه ونه نيول شي، نو په لنډه موده کې به يو ځل بيا خپلمنځي او قومي جګړې پيل شي او يو شمېر کړۍ په لوی لاس غواړي، چې هېواد کې د وروڼو قومونو تر منځ شخړو او جګړو ته لمن ووهي.